اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پاکستان امریکا سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ سلامتيا او موسمياتي بدلون په شمول په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته لا وده وركول غواړي٬ د نګران حكومت بنيادي ذمه واري د ټاكنو په عمل كښې د الېكشن كمېشن مرسته كول دي٬ امريكائي كمپنۍ د انفارمېشن ټېكنالوجي په شمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې امريكائي سفير ډونلډ بلوم سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ امريكائي سفير د وزارت عظمی منصب ذمه وارۍ په سنبالولو وزيراعظم ته مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان او امريكا پخوانۍ او په پراخا بنيادونو اډانه دوه اړخيزه اړيكې لري۔ دوئي د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه او تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ سلامتيا او د موسمياتي بدلون په شمول بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته وده وركولو كښې يۍ د حكومت د خوښۍ لرلو پخلې وكړو۔ وزیراعظم ووئيل چې د نګران حكومت ذمه واري د ټاكنو په عمل كښې د الېكشن كمېشن مرسته كول دي دغسې چې په جمهوري ډول د اقتدار منتقلۍ حوالې سره آئيني تسلسل په ځايې وساتلې شي۔ وزیراعظم د پاكستان معيشت مضبوط جوړولو له د امريكا د كردار ستائنه وكړه او د تل پاتي پرمختګ ترلاسه كولو له يۍ د اصلاحاتي ايجنډې روانې ساتلو سره اړوند د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې د امريكائي نجي كمپنۍ د مرستې ذكر كولو سره ده هيله ولرله چې نورې كمپنۍ به هم د سرمايه كارۍ موقعې ولټوي او په خاص توګه د آئي ټي په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكاناتو څخه به ګټه پورته كړي۔ وزیر اعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو پياوړتيا له د پاک۔امریکی کمیونټۍ خذمات ستائلو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اولسي كچې تړون زياتولو په حاجت زور راوړو۔
متعلقہ مضامین
-
25 professional beggars arrested during crackdown
-
PRCS, NDMA ink MoU to boost cooperation
-
Experts concerned over rising cases of reprisal against rights defenders in IIOJK
-
JUI-F issues show cause notice to Mufti Kifayatullah
-
Woman offered 300 cows and 200 bulls as dowry
-
NDMA dispatches relief items for GB earthquake victims
-
Karachi police detain 3 horsemen for defrauding Scottish vlogger
-
PM highlights Govt major intiatives amid people applause
-
Bilawal, Shahbaz orchestrated drama to hide their corruption: Ali Amin
-
APHC leaders welcome FMs attending OIC moot in Islamabad
-
Left leaders of PTI have no political career: Saifullah
-
Religious scholars should host Ramazan transmission to avert controversies: minister