اسلام آباد۔3دسمبر (اے پی پی) نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د ګلګت بلتستان په چلاس سيمه کښې د مسافرو په بس د ډزو غندنه کړې او وئيلي يې دي چې د بې ګناه وګړو په نښه کول د ترهګرو د بزدلۍ ثبوت دی۔ د اتوار په ورځ په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د بې ګناه وګړو په شهادت د ژور خفګان او افسوس څرګندونه وكړه او د شهيدانو كورنيو او ژوبل شويو لپاره يې د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د بې ګناه وګړو په نښه كول د ترهګرو د بزدلۍ ثبوت دے۔ وزيراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان امن لمينځه وړولو له د هېواد دښمنه عناصرو هڅې به كله هم كاميابې نه شي۔ ده ووئيل تر څو چې د ترهګرۍ ريښې له پاكستان څخه ختمې شوې نه وي د ترهګرو په ضد به زمونږ جنګ روان وي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt taking measures to tackle climate challenges: minister
-
Covid-19 claims two more lives, infects 280
-
PAF clinch Shah Khan Ski Cup trophy
-
675 Kashmiri women killed this year, 23,000 widowed since 1989: Mushaal
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
Sheikh Rasheed retracts ‘blackmail’ statement against PML-Q
-
Shabbir Shah condemns ongoing killing spree in IIOJK
-
Morality-based world order crucial to avert wars: President
-
India’s ‘accidental’ missile fire into Pakistan raises questions, concerns: Global Times
-
World silence on Indian atrocities against Muslims a crime: Sarwar
-
Financially empowered women vital for family support: Samina
-
Tait thrilled to join Pakistan team