اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د هند غیر قانوني تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو به غږ پورته كوو او د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو لپاره به د جمو او کشمیر اولس د كوم امتياز نه غير اخلاقي، سیاسي او سفارتې مرسته روانه ساتو۔د خارجه دفتر وياندي ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ اوونيز پریس بریفنګ كښې ووئيل د 1990 لسيزې په آخري لسو ورځو كښې د هند قابض عسكر جمو او کشمیر كښې د قتل عام په درېو لويو پېښو كښې ككړ دي ۔ دي ووئيل په 21 جنوري 1990 د سرینګر کدل كلي كښې د هند عسكرو په امناكه مظاهرچيانو ډزو كښې 50 وګړي شهيدان كړي دغسې په دې مهال يو شمير كسان ژوبل شوي ، په 25 جنوري 1990 هندواړه كلي كښې د هند عسكرو نور 21 بې ګناه كشميريان وژلي دي دغسې په 27 جنوري1994 د هند عسكرو کپواړه كلي كښې 27 وګړي وژلي و ؤ۔وياندي ووئيل ځپليو او د هغوي كورنيو له تر نن ورځې انصاف ورنه كړے شو، په دې ناوړه جرمونو كښې د ككړو كسانو به چري احتساب ونه شي۔د خارجه دفتر وياندي ووئيل نن هم د شهيدانو ياد تازه كوو او هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔وياندي ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د اقتصادي مرستي تنظیم (ای سی او) کونسل آف منسټرز 26مه غونډه كښې ګډون لپاره په 23 او 24 جنوري د تاشقند دوره کړې ،هغه د (ای سی او) وزارتی کونسل ته په خپله وينا كښې تجارت، سرمایه کاري، رابطو، سیلګرۍ او اقتصادی پرمختګ لپاره د غړو هېوادونو ترمينځه كوټلي سيمه ايزي مرستي اهمیت رامخې ته كولو نه علاوه سيمه ايزي مرستي زياتولو لپاره د تجارتی پالیسيو هم آهنګ کولو، قوي انفراسټرکچر جوړولو او د څيزونو او خدمات وړولو راوړلو په آسانولو زور راوړو۔وياندي ووئيل خارجه وزير د موسمیاتي بدلون په وجه په د پیدا شوو قدرتی آفتونو چیلنجونو په اړه هم خبره كړې۔ ممتاز زهرا بلوچ ووئيل د وزارتی غونډې يوه مهمه نتیجه باکو آذربائیجان كښې د ای سی او ریسرچ سینټر په چارټر لوظنامه وه، دا مرکز د ای سی او غړو هېوادونو ترمينځه په اقتصادی مسئلو پوهېدو او د تحقیق اشتراك ته وده وركوي۔دي ووئيل د وزيرانو کونسل غونډې په موقع خارجه وزير بلاول بھټو زرداری د ایران، تاجکستان، ترکیه خارجه وزيرانو او د ازبکستان لنډ مهاله خارجه وزير سره ملاقاتونه كړې ۔وياندي ووئيل پاکستان د اي سي او تنظیم غړي هېواد په توګه د اقتصادی مرستي كونسل قوي ليدل غواړي دغسې چې سيمه ايزه مرسته لا جامع كولو سره سره سيمه ايز تجارت ته خاص پام لرنه وكړې شي۔وياندي ووئيل د متحده عرب امارات صدر شیخ محمد بن زید النهیان تيره ورځ د پاکستان په نجی دوره رحیم یار خان ته راغلے د چا هركلے چې په هوائي ميدان وزیراعظم محمد شهباز شریف كړے ، د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو له د عزم څرګندونه كړي۔دې ووئيل د روس د افغانستان لپاره خاص نمائنده ، سفیر ضمیر کابلوف د سيمي خپلي دورې يوي برخي په توګه د پاکستان دوره کړې٬ هغه د خارجه چارو وزیر مملکت حنا ربانی کھر او خصوصی نمائنده د افغانستان سفیر محمد صادق سره ملاقاتونه كړي ، په دغه ملاقاتونو كښې د افغانستان په صورتحال او د سيمي په اوسني پیشرفت د خيالاتو خرګندونه شوې۔وياندي ووئيل پاکستان د خپلو ګاونډيانو سره امن او د استحکام په اهمیت زور راوړي ۔دي ووئيل مونږ د سيمه ايزو هېوادونو سره په ګډه کار كولو له د خپل خواهش پخلے كړے دغسې چې د ترهه ګرۍ مقابله کولو او په افغانستان كښې د بشري حقونو بحران مخنيوي له مرستي لپاره د افغانستان عبوری حکومت پرله پسې او عملي خبري اتري مخ په وړاندې بوتللې شي۔ دې ووئيل پاکستان سویډن او هالینډ كښې د قرآن پاك بے حرمتۍ اوسنيو کارروائیو سخته غندنه كولو سره وئيلي دي دې سره د ټولي نړۍ د مسلمانانو مذهبی جذبات مجروح شوي ، مونږ د قرآن پاك د بے حرمتۍ دې پېښو ته د نسل پرستی، زینو فوبك او اسلامو فوبیا په توګه ګورو۔ وياندي ووئيل د خارجه چارو وزیر مملکت حنا ربانی کھر به په 30 جنوري جنیوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل كښې د پاکستانی پلاوي مشري كوي۔دې ووئيل وزیر مملكت به د بشري حقونو كونسل كښې یونیورسل پیریاډك ریویو عمل ترمخه د پاكستان قامی پرمختګ رپورټ وړاندې كوي،دا به د پاكستان څلورمه جائزه وي،دې څخه وړاندې په كال 2008، 2012 او 2017 كښې د دې عمل له مخې د پاكستان جائزه اخستلې شوي۔وياندي ووئيل وزیر مملكت به خپل پریزنټیشن كښې د پاكستان د اړخه د تيرو 5 كلونو د بشري حقونو تحفظ لپاره شوي قانونی، پالیسی، انتظامي او د اداره جاتی اقدامات خاكه وړاندې كوي،دې نه ځانله هغه به د بشري حقونو په اړه د پاكستان مهم شراكت هم رامخې ته كوي
متعلقہ مضامین
-
Claims of ex-judge are just ‘plain lies’
-
UCP students visit Graana.com’s Lahore office
-
Opposition has required numbers: Shahbaz Sharif
-
3,000 Sikh pilgrims to reach Lahore via Wagah
-
Ex GB CJ Rana Shamim trying to leave the country
-
Govt committed to provide relief to people: Ali Muhammad
-
Anti-dengue walk held
-
Two waitresses kidnapped and raped in Jhelum
-
Balochistan’s centuries-old trees under threat from deforestation
-
EVM bill passage to bury evil designs of opposition: FM
-
DG ISI pays farewell call on FM
-
NA speaker bans PPP MNA from assembly session