اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف به د اعلیٰ كچ پلاوي سره د اتوار په ورځ د اسلام آباد څخه جنیوا ته لاړو۔د وزیر اعظم په پلاوي كښې خارجه وزير بلاول بھټو زرداری، د خزاني وزير اسحاق ډار، د موسمیاتی بدلون وفاقي وزيره شیری رحمان او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مرېم اورنګزیب شامل دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاريشوې اعلاميې له مخې وزیر اعظم به په 09 جنوری 2023 د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل انتونیو ګوترس سره په ګډه د پاکستان تعمیر نو او بحالۍ كښې د ګډون په سرخط د نړيوال کنفرنس کوربتوب كولو له نن د اتوار په ورځ جنیوا ته ځي۔ پاکستان به په کنفرنس كښې د تعمیر نو او سېلاب ځپليو سيمو د بحالۍ فرېم ورك وړاندې كوي او دې له به عملی شكل وركولو لپاره د نړيوالي مرستي او اوږدې مودي شراکت دارۍ په اهميت زور راوړي۔ کنفرنس كښې به د پرانستي غونډي نه پس په باضابطه توګه د تعمیر نو او سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ كښې د ګډون دستاویز پيل كولې شي دې نه پس به پارټنر سپورټ اعلانات کولې شي۔ وزیراعظم او د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل به په ګډه پرېس سټېك آؤټ كښې هم ګډون كوي۔دا خبره دې ياده وي چې کنفرنس كښې د هېوادونو مشرانو ، وزيرانو او ګڼو هېوادونو اعلیٰ كچ نمائندګان او د نړيوال مالیاتی ادارو، فانډېشنز او فنډز سره سره نړيوال پرمختيائي تنظیمونه، نجی څانګي ، سول سوسائټي او آئی این جی اوز نمائندګان ګډون كوي۔
متعلقہ مضامین
-
COAS lauds HIT efforts to attain self-reliance
-
IHC seeks PTA report on banning TikTok
-
Alvi for expediting parliament’s digitalisation
-
Pakistani UN envoy echoes PM Imran Khan’s call for helping crisis-hit Afghanistan
-
SC questions PM over peace talks with TTP
-
Afghanistan — Give Peace a Chance
-
US chargé d’ affaires highlights Pak-US military ties
-
CM inaugurates gravity water supply scheme project
-
Free-of-charge, prompt justice top priority: President Alvi
-
Retailers to be registered in 30 cities under Ehsaas Rashan Riayat
-
Control inflation or go home: Bilawal to PM
-
MERC delegates visit rescue headquarters and academy