اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې هېواد نه بلکې عمران خان په هر ډول ډيفالټ شوے دے ٬ عمران خان به په هېڅ صورت اسمبلۍ نه ماتوي٬ هغه دې د فارن فنډنګ ٬ توشه خانې ٬ د هيرو ګوتمو ٬ د كالو او زمكو د غلا په اړه په 20 دسمبر اسلام آباد هائي كورټ كښې ځواب وركړي ٬ عقل به يۍ ځايې له راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د اتوار په ورځ د عمران خان په بيان خپل غبرګون كښې وكړه۔ دې ووئيل هېواد نه عمران خان ډيفالټ شوے ٬ د خپل كرپشن ځواب وركول دې پېل كړي ٬ په ډېر څه به پوهه شي۔ دې ووئيل عمران خان په هېڅ صورت اسمبلۍ نه ماتوي ٬ پوځ دې پرېږدي د خپلې كورودانې د غلا او كرپشن په اړه دې ووائي۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان اقتدار ترلاسه كړې وو٬ ده لګولو تورونو كښې يو هم ثابت نه كړے شو۔ دې ووئيل عمران خان چيف الېكشن كمشنر څخه په چغو چغو اېن آر او غواړي۔ دې ووئيل عمران خان څلور كاله په اقتدار كښې پاتې كېدو سره ناوړه لوټ مار كړے دے۔
متعلقہ مضامین
-
19 dead in suicide attack on Kabul army hospital
-
PM seeks steps to guard youth against immoral alien culture
-
PM directs law minister to get vacated stay orders on sugar mill petitions to control commodity’s price
-
Govt committed on GB development: Tarin
-
South Punjab gets first DG water management
-
Punjab moves to remove TLP’s proscribed status
-
Opposition to attend meeting of committee on national security
-
UMT ranked among top 500 universities
-
Opposition parties misleading nation by giving fake information on petroleum products: Hassan Khawar
-
AJK president briefs PM on his foreign visits to highlight Kashmir cause
-
CTD arrests four terrorists of BLA, TTP in Karachi raid
-
PM stresses importance of morality for a nation’s success