شرم الشېخ 11 نومبر (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شېري رحمان وئيلي دي کلائميټ ايکشن نه يواځې زمونږ سباٶن بلكې د حال د بچ كولو جنګ جوړ شوے، کوپ-27 ته د موسمياتي بدلون پحقله موافقت او تخفيف لپاره نجي او اولسي مالي اعانت په لړ كښې مرسته پكار ده٬ تر كال 2050 خالص تر صفر رسېدو لپاره به 125 ټرېليون ډالرو ته اړتيا وي۔ په شرم الشېخ كښې د يو اېن اېف سي سي سي كلن كلائمېت اېكشن كنفرنس ته خپلې وېنا كښې شېري رحمان ووئيل دا اوس نه يواځې زمونږ سباٶن بلكې زمونږ د حال د بچ كولو جنګ دے ٬ دا د دې زمكې ساتلو لپاره هم دے چې په كومې مونږ مېشته يو او د كومې چې مونږ د تعمير او پرمختګ هيله لرو۔ وفاقي وزيرې د يو اېن اېف سي سي سي په پويلين كښې د لوړې كچې دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل كوپ-27 له يو داسې مېكنزم فعال پكار دي كوم چې د تخفيف سره سره د دې خبرې هم جاج واخلي چې منطقه كښې د تېزې آب و هوا لاره به څنګه نيسو كومه چې پرله پسې د هنګامي صورتحال سبب جوړېږي۔ دې ووئيل مونږ له به د سباٶن د پېشنګوئۍ انتظام كول وي٬ د لچك صلاحيت پېدا كول او د راتلونكي موسمياتي سونامي نه بچ كېدو لپاره د حكومتونو٬ هېوادونو او ټولو منطقو لپاره موسمياتي ماليات غېر مقفل كولو ته اړتيا ده۔ سينيټر شېري رحمان په کوپ-27 كښې د پاکستان پويلين كښې يو پېنل ډسكشن ته وېنا وكړه چې پكښې د انټرنيشنل سينټر فار کلائميټ چينج اينډ ډويلپمنټ ډائريکټر پروفېسر سليم الحق، اېګزيکټيو ډائريکټر سول سوسائټي کوليشن فار کلائميټ چينج عائشه خان او هېډ ګلوبل پوليټيکل اسټريټجي کلائميټ ايکشن نيټ ورك انټرنيشنل هرجيت سنګھ او احمد رفيع عالم هم برخه اخسته۔ ګډون كوونكي په دې خبره سلا شول چې ګلوبل نارتھ او ساٶتھ ترمېنځه چارو ته بيا ترتيب وركولو ته اړتيا ده٬ په دې لړ كښې د كوپ-27 سفارتي نظام د نړيوالې سول سوسائټۍ په كچه دا موقع وركوي۔ دې ووئيل د رياستونو ترمېنځه رسمي خبرې پېل شوي او پاکستان د ضياع او زيان تصور په اېجنډا شاملولو كښې كامياب شوے۔ سينيټر شيري رحمٰن ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر يو اېن اېف سي سي سي سره په ګده د موسمياتي انصاف مقصد مخ په وړاندې بيائي او اوس وخت راغلے چې پرمختګ كړي هېوادونه هم دا مطالبه اومني
متعلقہ مضامین
-
Pakistan to succeed in getting extension in GSP Plus status: Sarwar
-
IHC seeks NAB arguments in Maryam’s acquittal plea
-
RIU conducts policy dialogue on mental health
-
Balochistan govt to issue Kissan Cards
-
Seerat-un-Nabi seminars being arranged across country: Ashrafi
-
Bloody Friday in Afghanistan
-
Pakistan launches Ehsaas’ National Data Exchange Platform
-
Goverment trying to offer relief to masses
-
15 drug peddlers and bootleggers arrested; drugs seized
-
Pakistan’s desire for peace must not be misunderstood: PAF chief
-
PM directs NCOC to maximise efforts for vaccination drive
-
SC holds hearing into delay in restoration of local govt institutions