اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف، ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني او قامي اسمبلي كښې د مخالفي ډلي مشر راجه رياض احمد د كامرس وفاقي وزير سيد نويد قمر له د پارليمنټرينز فار ګلوبل ايکشن (پي جي اے) په صدر منتخب كيدو مبارکي وركړې ده۔سپيکر، ډپټي اسپيکر او د مخالفي ډلي مشر خپلو جلا جلا پيغامونو كښې وئيلي چې سيد نويد قمر د پي جي اے صدر منتخب كيدل د موجوده پارليمنټ متحرك او فعاله پارليماني سفارت کارۍ عکاسي ده۔دوي په دې لړ كښې د ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني په مشرۍ كشې د پي جي اے كلني غونډه كښې ګډون كونكي پاکستاني پارليماني پلاوي هڅي وستائلي۔دوي ووئيل سيد نويد قمر د پي جي اے صدر منتخب كيدل د هېواد لپاره لوئ اعزاز دې۔ دوي ووئيل سيد نويد قمر سينئر او تجربه لرونكې پارليماني غړے دې او هغه د پاكستان وړومبې پارلماني غړے دې كوم چې د پي جي اے صدر منتخب شوې دې۔ دوي د پي جي اے صدر په هيڅ سيد نويد قمر کاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔دا خبره دې ياده وي چې د كامرس وفاقي وزير سيد نويد قمر ارجنټائن كښې د پارليمنټرينز فار ګلوبل ايکشن غونډي په مهال دوه كلونو لپاره د پي جي اے صدر منتخب شوې دې۔
متعلقہ مضامین
-
Extending tenure of NAB chairman illegal: PML-N
-
Sindh govt orders two-wheelers to install side mirrors to ensure safety
-
Hamza demands fair, transparent polls in country
-
NCOC: 1,453 new cases, 46 deaths in last 24 hours
-
Ramiz Raja can restore grassroots cricket in Pakistan, says Nouman Butt
-
TME, PAGE sign MoU to boost girls education across Pakistan
-
NAB ordinance akin to ‘no-trust motion’ against parliament, attack on judiciary
-
Pakistan strongly condemns drone attack on KSA
-
Enhanced road connectivity vital to bolster tourism, alleviate poverty
-
Rupee again loses ground against US dollar
-
Covid-19 active cases in country down to 42,263
-
Pakistan slams arrest of 1,400 Kashmiris by India