اسلام آباد 27ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې فلسطين او لبنان كښې د اسرائيلي يرغل بې نقابه كولو سره وئېلي دي دا يوازې يوه شخړه نه ده٬ دا د معصومو خلقو منظمه وژنه او د انساني ژوند او د وقار په روح بريد دے۔د جمعې په ورځ په خپل خطاب كښې ده ووئيل د غزه د خلقو په حالت زار د پاكستان اولس لخوا د غم دړد څرګندونه كوم٬په مقدسه خاوره رامخې ته شوې پیښې ته په كتلو زمونږ زړونه غم جن دي٬يو داسې پېښه كوم چې د انسانيت ضمير او د دې ادارې بنياد لړزوي۔ده ووئيل كله چې ماشومان د خپلو غورځېدلو كورونو د ملبې لاندې ګېر شوي وي نو مونږ د انسان په حېث خاموش پاتې كېدې شوو ؟ولې مونږ د هغه مئيندو نه سترګې پټولې شوو ۔د غزه د ماشومانو په وينه نه يوازې د ظالمانو لاسونه رنګ دي بلكې هغه كسان هم كوم چې دې ظالمانه شخړې ته طول وركولو كښې شريك دي۔شهباز شريف ووئيل په څو ورځو كښې په لبنان د اسرائيل لخوا بې دريغه بمبارۍ څخه د مېرمنو او ماشومانو پشمول 500 څخه زيات كسان مړه شوي۔وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد كښې په ناكامۍ د اسرائيل حوصله زياتېږي٬دا مينځنے ختيز د يو جنګ سره د مخ كولو خطره راپېدا كوي د كومې نتيجې چې به په نړيواله كچه سنګينې او د تصور نه ډېرې زياتې وي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt vehemently dismisses criticism on transgender bill
-
Bravery, hospitality, veracity hallmarks of Pashtoons: Bizenjo
-
Journalist’s son detained after wife found dead in Islamabad
-
Students from flood-hit areas to get 2 semester fee deferral: HEC Chairman
-
Capt Safdar attacked inside courtroom in Mansehra
-
Ashrafi sues Punjab govt over ouster from MUB
-
Gold price in Pakistan today on, 26 September 2022
-
Sara Inam murder case: Shahnawaz Amir’s mother files plea for pre-arrest bail
-
Audios reveal influence of ‘two convicts’: Mazari
-
Pakistan wins bronze at women’s tent pegging in Jordan
-
Shoriful ends UAE hopes as Bangladesh win T20 opener
-
Chinese agriculture company to donate hybrid rice seeds to Pakistan