اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د عظيم مفكر او شاعر مشرق علامه محمد اقبال د ولادت په ورځ ټول قوم هغه ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي٬ د هغه سوچ د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د جابرانه تسلط او سامراجيت نه د نجات روښانه امېد ثابت شو٬ كرتارپور د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ٬ روادارې او د انسانيت د احترام عظيم مثال دے۔ د خالي په ورځ د اقبال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې هغې ووئيل چې د عظيم مفكر او شاعر مشرق علامه محمد اقبال د ولادت په ورځ ټول قوم هغه ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي٬ د هغه سوچ د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د جابرانه تسلط او سامراجيت نه د نجات روښانه امېد ثابت شو٬ د علامه اقبال افاقي كلام او تصورات مونږ لپاره د لارې مشال دے۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په ريښتينې معنٰي پاكستان د يو داسې رياست جوړولو عزم لري د كوم تصور چې علامه محمد اقبال وړاندې كړے و۔ هغې ووئيل چې پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح او د علامه اقبال د نظرياتو او افكارو په رڼا كښې د اقليتونو د حقونو د ضامن او احترام رياست دے۔ هغې ووئيل چې كرتارپور د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ٬ روادارې او د انسانيت د احترام عظيم مثال دے۔
متعلقہ مضامین
-
Flood emergency declared in Peshawar’s Shah Alam, Mathra tehsils
-
President receives credentials from envoys-designate of six countries
-
PAF establishes Flood Relief Fund
-
Historic Nandana Fort ready for inauguration
-
‘Justice is not blind’
-
Shahbaz Gill’s health deteriorates in Adiala jail
-
PAF releases short documentary, showcases soldiers’ valour
-
President okays bill approving death for narcotics related offences
-
China tourism and culture week to kick off soon
-
Death toll now 1,265 as floods take down 57 more
-
Gold Price In Pakistan – 04 September
-
Health camps set up in flood-affected districts across country