لاهور 18 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د شجر کارۍ كمپائن پحقله د بشپړه اولسي كمپائن پېل كولو په اهميت زور رواړلو سره وئيلي دي اولس له د شجركارۍ كمپائن كښې د ګډون كولو ترغيب وركرئ ٬ا ولس دې د شجركارۍ په كمپائن كښې د لاهور ښكلا بيا پېدا كولو او خيرنتيا كمولو له د حكومت مټې مضبوطې كړي۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ د لاهور كمشنر لخوا رنګ روډ (سوئيلي) او د نورو پرمختياېي منصوبو د بريفنګ اخستو په مهال كړې۔ غونډه كښې لاهور كښې د اونو شمېره كښې پرله پسې د كمي ٬ د زمكې لاندې د اوبو په غورځېدو ٬ آبادۍ كښې د پرله پسي زياتې باوجود د سېورېج نظام ته د پام نه كولو ٬ د سړكونو په خراب صورتحال او د انفراسټركچر پحقله د پېدا شوو مسئلو لرې كولو لپاره بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړې شول ۔ وزیراعظم د لاهور ښار پحقله د تېرو واكمنو د بې غورۍ او په بدانتظامۍ د افسوس څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په صورتحال قابو موندلو٬ په خاص توګه د ماحولياتي خيرنوالي په چېلنج قابو موندلو او وګړو ته د پاكو اوبو وركولو پحقله په سمدستي توګه د ګامونو پورته كولو امر وكړو۔ د لاهور كمشنر ګډون كوٶنكي اګست كښې په لاهور كښې د پېل كېدونكي كمپائن پحقله خبر كړل۔ وزیراعظم عمران خان د شجر کارۍ كمپائن پحقله د بشپړه اولسي كمپائن پېل كولو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل په كمپائن كښې ګډون لپاره دې اولس ته ترغيب وركړې شي۔ ده ووئيل اولس دې د شجركارۍ په كمپائن كښې د لاهور ښكلا بحالولو او خيرنتيا كمولو كښې د حكومت مټې مضبوطې كړي۔ په دې موقع د پنجاب وزیر اعلی سردار عثمان بزدار، د خزانې صوبائي وزیر مخدوم هاشم جواں بخت، چیف سېکتریوسف نسیم کھوکھر او نورو چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيالان نعیم الحق او ندیم افضل چن هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
AirBlue flight narrowly avoided at Peshawar Airport
-
KP governor summons PA budget session on June 13
-
Punjab gets lion’s share of 51.7% budget distribution
-
Shujaat vows to help govt steer country out of crisis
-
Tarin finally admits PTI took Rs 20,000bn loans
-
Most of loans taken to pay for PML-N’s debt
-
Punjab set to unveil Rs 3tr budget for FY23 today
-
OIC and UN must rein in Modi’s fascist govt: Sherry
-
NEPRA imposes Rs 10 mln fine on HESCO for transformer blast fatalities
-
Team Pakistan makes history, brings home Gold, Silver & Bronze Medals
-
133 Indian Sikh yatrees pay respects at Darbar Sahib Kartarpur
-
University of Lahore launches two medical aesthetics diploma programs