اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي﴾ د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي چې كه كېلبري كوئين ته كوم غېبي امداد راغلې وې نو په مېډيا د چلولو په ځائ به ئې ستر قاضي ته مراجعه كړې وې٬ د جعلي قطري خطونو٬ كېلبري فونټ او د ډاكټرانو د فرمائشي خطونو نه علاوه د يو كاغد ټكرا هم دې كورنۍ وړاندې نه كړه٬ د كېبلري پروډكشن تازه قسط هم په ظاهره د ډان ليكس په شان د كوم درباري قصه خوان د ذهن اختراع محسوسېږي٬ شهباز شريف٬ سېف الرحمان او جسټس قيوم سره پوره او واضح خبرې په يوټيوب د هغې شرمندګې لپاره موجود دي۔ د خالي په ورځ د د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښودې مريم نواز په خبري كنفرنس خپل غبرګون ښودلو سره وفاقي وزير ووئيل چې كېبلري كوئين يو ځل بيا د قوم وخت ضايع كولو هڅه كړې كه كېلبري كوئين ته كوم غېبي امداد راغلې وې نو په مېډيا د چلولو په ځائ به ئې ستر قاضي ته مراجعه كړې وې۔ ده ووئيل چې د كال 2017م د اپرېل د مياشتې نه تر نن ورځ چې څومره هم ثبوتونه دې كورنۍ وړاندې كړي دي٬ هغه دروغ٬ جعلي او په شريف فونډري كښ تيار كړې شوي دي۔ د جعلي قطري خطونو٬ كېلبري فونټ او د ډاكټرانو د فرمائشي خطونو نه علاوه د يو كاغد ټكرا هم دې كورنۍ وړاندې نه كړه۔ مراد سعيد ووئيل چې د كېبلري پروډكشن تازه قسط هم په ظاهره د ډان ليكس په شان د كوم درباري قصه خوان د ذهن اختراع محسوسېږي۔ ده ووئيل چې د آل شريف د تورو كارونو محاسبه به د كوم تعطل نه بغېر روانه وي٬ ادارې به پوره ازادې سره كار كوي٬ غله به زندانونو ته ځي٬ جمهوريت به مستحكم كېږي او پاكستان به پرمختګ كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Gusty winds to lower intense heatwave today
-
National Assembly passes 11 bills, refers four to joint sitting
-
Pakistan, Azerbaijan commemorate 30 years of diplomatic relations
-
Incumbent govt taking steps for uplift of South Punjab: Governor
-
2,928 MW to be added to national grid in fiscal year 2022-23
-
Rs550m allocated for National Heritage & Culture Division under PSDP
-
Sarfaraz Ahmed’s career is almost over: Ramiz Raja tells chief selector
-
IGP sacks five CIA cops over illegal activities
-
Provincial budget to focus on maximum relief to masses: CM
-
Moeen Ali set to make Test comeback for Pakistan tour
-
UNODC experts, international reviewers visit Pakistan
-
Rs23.324b earmarked for wheat subsidy