اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرام ترمخه د منصوبو بشپړولو او فعالیت ته د خاص پام لرنې سپارښتنه كولو سره وئيلي دي کم پرمختلليو او پسماندہ سيمو پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي، معاشی پرمختګ لپاره ضروری ده چې په علم اډانه معیشت ته وده وركړې شي، د زرعی څانګې صلاحیت په ښه ډول كارولو له جدیدې ټیکنالوجۍ او جدت معارفي كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د پبلک سیکټر ډویلپمنټ پروګرام مالی د كال 20-2019 په اړه د اعلیٰ پائې بریفنګ مشري اخستو سره وكړه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختیار، د خزانې صلاحكار عبدالحفیظ شیخ، د خزانې سیکتر یونس ډاګھا، د منصوبه بندۍ سيكتر ظفر حسن او نور چارواكو ګډون كولو۔ د منصوبه بندۍ وزیرِ مخدوم خسرو بختیار وزیرِ اعظم له د راروان كال لپاره بيل څانګو كښې د پيل شوو نوو پروژو او پبلك سیکټر ډویلپمنټ پروګرام ترمخه د روانو پروژو بشپړولو په اړه بریفنګ وركړو۔ وزیرِ اعظم ته وئيل شول د حکومت وژن له مخې د راروان مالي كال په مهال په علم اډانه معیشت ودې ، كركيلې ، توان او د هېواد کم پرمختلليو سيمو او پھ خاص توګه بلوچستان، جنوبی پنجاب، ضم شوو قبائلی سيمو غوندې پسماندہ سيمو پرمختګ ته پام لرنه كوو۔ وزیرِاعظم غونډې ته خپل خطاب کښې ووئيل کم پرمختلليو سيمو او پسماندہ سيمو پرمختګ ته حکومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل د اقتصادی پرمختګ عمل تر هغه وخته نه شي بشپړيدې تر څو چې پسماندہ سيمې د هېواد د نورو برخو برابر نه كړې شې ۔ وزیراعظم د کراچۍ لپاره د صوبائی او ځائې حکومت مشاورت سره په كوټلې منصوبه د كار كولو سپارښتنه وكړه۔ وزیرِ اعظم ووئيل معاشی پرمختګ له ضروری ده چې په علم اډانه معیشت ته وده وركړې شي دغسې چې د ځوانانو د صلاحیتونو څخه استفادہ وكړې شي۔دې نه ځانله د زرعی څانګې صلاحیت كارولو ته اړتيا ده۔ وزیرِ اعظم ووئيل تير وخت كښې د پبلك سیکټر ډویلپمنټ پروګرام ترمخه بيلې پروژې پيل شوې وې خو د هغې بشپړيدو او فعالیت ته پام لرنه نه ده شوې چې پھ نتيجه كښې ئې نه يواځې د دغې پروژو لګښت زيات شوې بلكه د زياتو وسائلو خرڅولو سره زياتره پروژې اولس لپاره ګټه ورې نه دې ګرځيدلې۔ ده د منصوبه بندۍ وزير ته سپارښتنه وكړه چې پبلك سیکټر ډویلپمنټ پروګرام ترمخه د پيل شوو ټولو پروژو بشپريدو او فعالیت ته پام لرنه وكړئ
متعلقہ مضامین
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
Verdict against Malik abortive attempt to silence Kashmiris: Sherry
-
Federal cabinet approves Election Amend Bill 2022
-
India, Pakistan clash at UN after Pakistani envoy censures New Delhi’s repression in Kashmir
-
No confidence motion against CM Balochistan failed
-
Three arrested for assaulting traffic warden
-
Pakistan reports two new polio cases
-
SC seeks names of cabinet members struck off ECL
-
Govt extends deadline for depositing Hajj dues
-
75% work on first AI lab under CPEC complete
-
Justice Faez Isa strongly objects to elevation of ‘junior’ judges to SC
-
Ghani for timely completion of ADP schemes