اسلام آباد 19 فروري(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقې وزير چوهدری فواد حسېن سره د برتانيې د هاٶس آف كامنز غړي فېصل رشيد ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو پشمول د پاكستان او برتانيې ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكم كولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل پاکستان د خپل متنوع كلتور ، د عظیمې قامي ورثې او د قدرتي ښكلا په سوب د ګردې نړۍ سلېګرو لپاره د زړه راښكونكي هېواد اهميت لري٬ پاکستان سوله ايز او محفوظ هېواد دے ٬ ده ووئېل غواړو چې برتانيه د پاكستان پحقله د خپل ټرېول اېډوائزري بيا د سره جاج واخلي۔ ده ووئيل د امنيتي وضعې ښه والې او د هېواد امن د پاكستان د وسله والو ځواكونو ٬ پوليس او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د لازواله قربانيو خواږه دي۔ وفاقي وزير ووئيل د برټش اېئروېز پاكستان ته بېرته راتلل خوشبينه دي ، د برټش ائېرویز لس كاله پس پاكستان كښې فلائټ آپرېشن بحالېدل د عمران خان په قيادت كښې په نوي پاكستان د باور څرګندونه ده۔ د برتانيې پارلماني غړي فېصل رشید وفاقي وزير كشمير سره د يوالي ورځې په موقع په هاٶس آف كامنز لندن كښې د كشمير كنفرنس په اړه خبر كړو۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن كشمير سره د يوالي ورځې په موقع په لندن كښې د دستورو
متعلقہ مضامین
-
Priyantha Kumara case likely to be decided soon: Secretary prosecution
-
No-confidence motion submitted against Suri
-
Voting on no-trust motion against PM could be postponed until next week: Fawad
-
Tight security at religious places on first Friday of Ramazan
-
‘Threat letter’: US again rejects PM Khan’s allegations of toppling his govt
-
Shehbaz calls for voting on no confidence motion as per SC verdict
-
Pakistan to progress through free and fair elections: Bilawal Bhutto
-
PTI sends review plea on NA verdict to SC
-
Step-brother shoots two sisters to death
-
Police lauded for ensuring law & order during NA session
-
By-elections in case of PTI’s mass resignations: PML-N, PPP
-
Pak-China cooperation in Sorghum a new milestone in CPEC