اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) اعلیٰ چارواكو او تجزيه كارو د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دوره يوه تاريخي موقعه ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ ټولو څانګو كښې مرستې ته وده ترلاسه شي۔ د رېډيو پاكستان حالات حاضره پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال دوئي ووئيل دې دورې سره به د قومي معيشت پرمختګ او د غېر ملكي سرمايه كارۍ وده كښې مرسته ترلاسه شي۔ د نړيوالو چارو كارپوهې ډاكټر هما بقائي ووئيل د سعودي ولي عهد دوره د دواړو هېوادونو ترمينځھ د مضبوطې خپلولۍ عكاسي كوي چې ورسره به د دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو تزویراتی او اقتصادی مرسته په شراکتدارۍ كښې د بدلولو موقع ترلاسه شي۔ ده ووئيل د هند لخوا پلوامه پېښه كښې د ككړ كولو سازش په اړه پاكستان لپاره غوره موقع ده چې سعودي مشرتابه دې څخه خبر كړي۔ اقتصادی كارپوهه مرزا اختیار بېګ ووئيل پاكستان د معيشت بېلو مسئلو سره مخ دے بياهم د تجارت ٬ كركيلې او سېلګرۍ په شمول بېلو څانګو كښې سعودي سرمايه كارۍ سره به نړۍ ته يو مثبت پېغام لاړ شي۔ تجزيه كارو ووئيل د سعودي ولي عهد دې دورې سره به هېواد كښې د اېف ډي آئي شرح زياته شي او د اقتصادي او صنعتي هلو ځلو ودې سره به په قومي معشيت په زړه پورې اغېز راشي۔ دوئي ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ تاريخي اړيكې به سباؤن كښې لا مستحكم او پراخا شي
متعلقہ مضامین
-
PM Shehbaz paying day-long visit to Karachi today
-
DC to ensure all possible facilities for Youm-e-Ali procession
-
Sehat Sahulat Programme services continue: Spokesman
-
Accused held for threatening call to Australian embassy
-
Imran files petition in SC for lifetime ban on defectors
-
IHC to hear petition seeking Nawaz Sharif’s arrest upon return
-
Six shot dead by addict
-
Education city to be established in KP: minister
-
JUI-F chief condemns Israel’s aggression in Palestine
-
DC Haripur imposes ban on swimming in Khanpur dam and its spillway
-
Minister holds open court in Kohlu
-
PM, Saudi crown prince agree to further solidify bilateral ties