اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د پاكستان تحریك انصاف د اطلاعاتو مركزی سیكتر عمر سرفراز چیمه وئيلي دي چې د سعودی ولی عهد دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشی او د ملګرتيا اړيكې لا مستحكم شي،د سعودی عربستان سرمایه كارۍ سره به د هېواد معیشت كښې ښه والې راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اے پی پی سره خپلو خاص خبرو اترو كښې وكړه۔ ده ووئيل سعودی عربستان عمر له په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حكومت اقداماتو سره د غیر ملكی سرمایه كارو په پاكستان باور بحال شوې دې او هغوي په پاكستان كښې سرمایه كاری كولو كښې خوښې لري۔ ده ووئيل د سعودی عرب ولی عهد دورې په مهال د دواړه هېوادونو ترمينځه په بيلو لوظنامو او د مفاهم په یاداښتونو لاس ليك وشي چې ورسره به پاكستان كښې لويه سرمایه كاری راشي٬ كاروباری هلو ځلو ته به وده ترلاسه شي او د روزګار نوې موقعې به پېدا شي۔ ده ووئيل د پاكستان تحریك انصاف عمر له دا مؤقف دې چې د افغانستان شخړه بايد د خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو او سيمه كښې امن لپاره پاكستان مؤثره كردار ترسره كړې دې۔
متعلقہ مضامین
-
Sindh House has become centre of horse trading, says Fawad
-
IGP takes notice of man’s death by kite string
-
Mazari thanks PM for UN resolution against Islamophobia
-
Vote of party dissident MNAs not to be counted under Article 63-1A: Fawad
-
KPL roadshows hosted in London, Birmingham
-
Elite Force vanguard of Punjab: IG Punjab
-
Conspiracies against Khan will be thwarted: Niazi
-
Police ordered to increase routine security
-
Punjab to have five new police stations
-
16 health care establishments sealed due to unhygienic conditions
-
NSA, US Human Rights Under Secretary discuss humanitarian situation in Afghanistan
-
World Forest Day celebrated in UoP