اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي)د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي هند د ظلم د لارې د كشميريانو د آزادۍ جذبې ته زيان نه شي رسولې٬د هند په ظلمونو د نړيوالې ورورورلۍ په غلې پاتې كېدو به مهذبې نړۍ له سوچ كول وي٬هندي عسكرو د تور قوانين د لارې د كشميريانو د قتل عام لائسنس وركړی٬هند كوم هم اهلكار له په جنګي جرمونو او ظلمونو سزا نه ده وركړې٬په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو لپاره د آزادو پلټنو كمېشن جوړولو ته اړتيا ده٬په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو پلټنې دې وكړی شي۔خارجه وزير مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو په اړه لندن كښې نندارتون ته خپل خطاب كښې ووئيل نن مونږ دلته په مقبوضه كشمير كښې د كشميريانو حوصلو ته سلام وړاندې كولو له رغونډ شوي يو٬مونږ د كشميريانو قربانيو ته پیرزوئنې وړاندې كوو او د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو او د هغوي د انصاف ترلاسه كولو غوښتنه كښې زمونږ غږ هم شامل دے۔ده ووئيل د پاكستان د سېنېټ غړي نن هم د كشميريانو يو والي لپاره دلته موجود دي۔پھ مقبوضه كشمير كښې هندي عسكر په بې ګناه كشميريانو بدترين ظلم كوي٬د عكسونو نندارتون په اړه ده ووئيل دا عكسونه د هندي ظلم ښكاره ثبوت دے٬ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د پيلټ ګنز د لارې كشميريان د بصارت څخه محروم كړې شوي ٬ ګڼ كشميريان معذوره شوي چې پكښې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي۔خارجه وزير ووئيل هندي عسكر پيلټ ګنز خطرناكه وسله نه ګڼي او هغه د اولس په ضد كاروي۔ده ووئيل پاكستان غوښتنه كوي چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو پلټنې دې وكړې شي۔د بشري حقونو د هائي كمشنر راپور په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو تصديق كړی٬د بشري حقونو لپاره د يو اېن هائي كمشنر راپور په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو لپاره د پلټنو كمېشن جوړولو غوښتنه كړې۔خارجه وزير ووئيل هند د خپلې رويې څخه ثابته كړی چې هغوي د خپل لوظ پوره كولو اراده نه لري۔ شاه محمود قرېشې ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د ظلم انتها كړی٬په مقبوضه كشمير كښې 1 لك 8 زره ماشومان يتيمان شوي٬ 1 لك 9 زره كورونه ويجاړ شوي۔ده ووئيل پھ دې ظلمونو د نړيوالې ورورولۍ خاموشۍ سره كشميريانو له څه پېغام وركړی كېږي٬ خارجه وزير ووئېل نړيوالې ورورولۍ له به سوچ كول وي۔د دې څخه وړاندې خارجه وزير د كشمير يو والي ورځ په اړه د عكسي نندارتون پرانسته وكړه۔د برتانيې د پارليمان غړي عمران حسېن او د سمندر پورې پاكستانيانو ورلډ كانګرېس چيئرپرسن د دې اهتمام كړې ؤ٬په نندارتون كښې د برتانيې پارليماني غړو لوكل ګورنمنټ ميئرز كونسلرانو د سول سوسائټۍ غړو٬زده كوونكو او نورو په ګڼ شمېر ګډون وكړو۔په دې موقع په لندن كښې د پاكستان هائي كمشنر محمد نفيس ذكريا په خپل خطاب كښې د كشمير مسئلې امن ناكه حل په حاجت زور راوړو۔د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې د كمشيرانو لپاره غږ پورته كړي٬دستورې ته د برتانيې د پارليمان
متعلقہ مضامین
-
BOP President Zafar Masud awarded Hungary’s highest civil award
-
Minister lays foundation stone of FST camp office
-
AJK to establish model tourism spot along Neelum River
-
No fuel shortage, ‘highest stocks cover’ available for one month: Hammad
-
Faisal Vawda submits written synopsis in disqualification case
-
Weeklong spring festival kicks off at NUML
-
Pakistan Army wants world to ‘probe’ Indian missile fiasco
-
GDA to support government on no-trust motion: Dr Fehmida
-
Girl students fall ill after consuming tablets provided by health team
-
Niazi regrets timing, motive behind opposition’s move
-
Japanese Calendars Exhibitions inaugurated
-
Opposition’s dream won’t come true, next 48 hours important: Usman Dar