اسلام آباد ۔ 30 جنوری (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هر هېواد په پرمختګ كښې د مېډيا كردار مهم وي٬د مېډيا آزادۍ او خپلواكۍ ته حكومت پام لرنه كوي ۔اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د اے پي اېن اېس او پي بي اے د نمائندګانو كمېټۍ سره د ملاقات په مهال وكړې۔په دې موقع د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن او د اطلاعات سېكتر هم موجود وو۔ اولس مشر په خپلو خبرو كښې ووئيل اے پي اېن اېس او پي بي اے پبلك سروس پیغامونو له په مېډيا كښې په زړه پورې ځاې وركړې او روغتيا٬آبادۍ٬تعليم او د مېرمنو د حقونو غوندې قامي مسئلې ئې رامخې ته كړي۔اولس مشر ووئيل د سېلګرۍ ودې له به د پاكستان كلتور څرګندول وي او په دې سرخطونو به د ټاك شوز په مهال بحث كولې شي۔اولس مشر ووئيل د اولسي پېغامونو زيات تشهير كوونكو چېنلو له به خاص انعامونه وركولې شي۔اولس مشر ووئيل مېډيا د رياست د مهمې ستن حېثيت اختيار كړی او د هر هېواد په پرمختګ كښې د آزادې مېډيا مهم كردار وي۔ده ووئيل پاكستان كښې په زړه پورې موقعې شته او مېډيا له به دا نړۍ ته وړاندې كول وي
متعلقہ مضامین
-
Kamyab Jawan Programme making youth useful citizens: Sarwar
-
PTI to disclose ‘no confidence strategy’ on time: Asad Umer
-
Policy-makers, parents ought to ensure child rights:NCRC
-
‘Biometric Verification Service’ to facilitate pensioners launched
-
Voting on no-trust motion after March 27
-
Governor Sindh, law makers call on PM to express confidence
-
Khalida Shafaat donates Rs2m for GCU-EFT
-
Constitutional amendment must for effective LG system
-
Newlinear accelerator inaugurated at SKMCH&RC Lahore
-
Sindh declares public holiday on Holi
-
Pakistan, Nigeria agree to promote defence cooperation
-
Mrs Nuzhat Kamran passes away after brief illness