اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي وزيراعظم د مدرسو د نصاب نه بدلېدو باور راكړې دې او په مدرسو به كوم بندېز لګولې نه شي۔ ده د اتوار په ورځ پنج پیر صوابۍ كښې د مدرسه دارالقران غونډې ته خطاب كولو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د مدرسو په اړه كېدونكې پروپېګنډا بې بنسټه ده علماﺀ كرام او مشائخ بايد په دې باور نه كوي۔ اسد قېصر ووئيل د خېبر پختونخوا په ډول پنجاب كښې به هم عقيده ختم نبوت او د قرآن پاك ترجمه نصاب كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل كه حاجت پېښ شو نو د علماﺀ كرامو او مشائخو مشاورت سره به د مدرسو په اړه ردوبدل كولې شي۔ اسد قیصر ووئيل چې عهدي عارضي څيز دے د اولس خذمت لپاره مقصدونه ترلاسه كول تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان وړاندې دا خبره كړې چې د مدرسو طالبعلمانو ته په ټولنه كښې بايد جائز مقام وركړې شي۔ ده ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو عمران خان به خپل دا عهد ترسره كړي۔ ده ووئيل لوئې څښتن دے ماته د اولس د خذمت توفيق راكړي دغسې چې د خدائی په وړاندې خپل مخ روڼ كړې شم
متعلقہ مضامین
-
Govt striving for composite development across Punjab
-
Owner charged with raping tenant’s daughter in Gujranwala
-
8 die,16 injured in rain, snowfall related incidents in KP: PDMA
-
Over 43.5 mln children received Polio vaccine during nationwide campaign
-
Civil defence training for citizens stressed
-
Senate refers five bills to committees, passes two motions
-
Justice Ayesha sworn in as first woman SC judge
-
Australia Day message from Chargé d’Affaires Bryce Hutchesson
-
NAB following three-pronged strategy against corruption
-
NAB briefed PAC about total recovery
-
Govt facilitating construction of houses for low-income groups
-
New programs for special people to be launched: Farukh