اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د يو اے اي دوهم وزير او د ابوظهبي نېشنل آئل كمپنۍ چيف اېګزېكټو افسر ډاكټر سطلان احمد الجابر په مشرۍ كښې پلاوي د جمعې په ورځ ليدلي او ورته ئې د متحدہ عرب امارات ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهیان د يو اے اي او پاكستان ترمېنځه د اوږدې مودې جامع شراكت دارۍ لپاره پېغام رسولې۔ وزیراعظم عمران خان د پلاوي هركلے وكړو كوم چې د يو اے اي د ولي عهد په خاص امر پاكستان ته رالېږلې شوې٬د يو اے اي ولي عهد سره په 19م ستمبر په ابوظهبي كښې ملاقات شوې ٶ او ھغه د اقتصادي٬ تجارتي او سرمايه كارۍ اړيكو ته وده وركولو له سلا شوې ٶ۔ وزیراعظم ووئيل په پلاوي كښې د شامل مهمو غړو څخه پاكستان سره د تاريخي اړيكو قوي كولو پحقله د يو اے اي د سنجيدګۍ عكاسي كېږي۔ وزيراعظم د قابل تجديد توان ٬ پټروليم ٬ داروګانو جوړولو ٬ د سمندر اوبه د استعمال جوګه كولو ٬ زرعي تحقيق او د انفراسټركچر ودې په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې رامخې ته كړې۔ د يو اے اي وزير پاکستان كښې د يو اے اي د كارپورېټ سېكټر لخوا د سرمايه كارۍ د خوښۍ څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل پاكستان يو زړه راښكونكې ماركيټ او د خاص جغرافيائي محل وقوع وړ هېواد دې ۔ ده د اوږدې مودې ستراتېژكي اقتصادي شراكتدارۍ ته دوې وركولو لپاره د يو اے اي د خواهش څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په مهال ډلو په لنډه موده كښې حقيقي او مثبت نتيجې ترلاسه كولو له سلا وكړه۔ د ملاقات په مهال د خارجه چارو ٬ د خزانې٬ د برېښنا وزيران ٬ تجارت لپاره د وزيراعظم سلاحكار ٬ د سرمايه كارۍ
متعلقہ مضامین
-
Eight educational institutions in City closed for week due to coronavirus
-
100 bottles of liquor recovered in twin cities
-
Pakistan’s Covid positivity rate stays over 11% for third day
-
Creation of new seats, promotions in PEMRA irks info ministry
-
2 policemen among 16 injured in hand grenade blast
-
KP health department setup coordination office against coronavirus
-
Pakistani athlete arrives on Wednesday to compete in Beijing Winter Olympics
-
Senate defeat another lesson for opposition to learn: Sheikh
-
SHC stops FIA from taking action against Hareem Shah
-
Chinese firms bring advanced technologies in Pakistan’s power sector
-
Pakistan reports 6,047 fresh COVID cases in last 24 hours
-
PM to pay four-day visit to China on Feb 3