اسلام آباد 25 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د كشمير په مسئله ټول قام يو موټې دې٬د كشمير مسئلې حل زمونږ د خارجه پالېسۍ مركزي نقطه ده٬په اصولي توګه كشمير د هند برخه نه جوړېږي”كشمير به پاكستان جوړېږي”غږ له به عملي شكل وركولې شي٬هند سره اړيكې غواړو خو بنيادي خنډ د كشمير مسئله ده۔د زيارت په ورځ د اسلام آباد قامي پرېس كلب د سيوري لاندې”كشميرغږ كوي”په سرخط سېمينار ته خطاب كښې خارجه وزير ووئيل سياسي اختلافات كېدې شي خو د كشمير په مسئله ټول قام يو موټې دې۔ده ووئيل وروستيو كښې چې په كشميريانو كوم ظلم شوې٬په دې اړه به غږ پورته كولې شي٬كه د كشمير مسئلې څخه نړۍ غافله هم شي نو مونږ به نړۍ خبر ساتو۔ده ووئيل هند هلته د ظلم انتهاكړی۔د نائن اليون نه پس هند په نړۍ كښې د كشميريانو د خپلواكۍ حق ته د ترهه ګرۍ رنګ وركولو ناكامه هڅې كوي۔ده ووئيل د سيد علي ګېلاني هلې ځلې نوې نسل ته منتقل شوي٬په نړۍ كښې تر ټولو لويې جمهوري داعويدار هېواد په كشمير كښې جمهوريت نه مني٬جوز او جزبه په خپله ځاې خو د كشمير مسئلې حل له به مونږ لو په تګلار غور كول وي۔خارجه وزير ووئيل جون مياشت كښې د ملګرو ملتونو هيومن رائټس كونسل راپور جاري كړی چې پكښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ منل شوي۔ده ووئيل ملګري ملتونه هم وائي چې هند په كشمير كښې ظلم كوي٬يو اېن وائي چې مونږ سره ثبوت شته۔ده ووئيل مونږ د
متعلقہ مضامین
-
Study suggests 50% of COVID-19 infected may have lasting loss of smell
-
Ex minister Ghulam Noor Rabbani Khar dies
-
PPP to hold long march to oust govt legally: Bilawal
-
General parade held at police lines
-
Pakistan releases 20 Indian fishermen
-
Role of women inevitable in civilized society’s development: Ashrafi
-
Humiliation awaits opp on March 23
-
Accountability process to continue despite PML-N hue & cry: Khawar
-
MQM-P observes day of mourning against torture
-
Prioritised assistance to Afghans need of the hour: PA Speaker
-
COAS visits Multan Garrison, witnesses War Games
-
Kitchen gardening on rising in Islamabad