اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې زمونږ حكومت به د سمندر پورې پاكستانيانو له د دوئي د بېنكننګ چينلز د لارې د ترسيلات زر ډاډګيرنې له خاص پیكج اعلان كوي د كوم د لارې به چې د ترسيلات زر پھ لاره كښې ولاړ خنډان لرې كړې شي ۔ ده ووئيل د پاكستانيانو د اثاثو او جائيدادونو به په خاص توګه قبضه كونكو څخه بشپړه ساتنه باوري كولې شي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ جاري كړی شوي خپل ټويټس كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل چې ما سره د جمعې په سهار د اوورسيز پاكستانيانو يوې ډلې ملاقات كړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د بهرني هېواد څخه د سرمايه كارۍ د ترسيل په لار كښې ولاړ خنډان لرې كولو سره مونږ ترسيلات زر نه يوازې 20 ارب ډالر څخه زياتولو سره دا لږ تر لږ تر 30 ارب ډالر رسولې شو بلكې د دې تر 40 ارب ډالر رسېدو هم امكان دې۔ وزيراعظم عمران خان پھ دې لړ كښې فلپائن ته د ترلاسه شوې كاميابۍ حواله وركړه۔ ده ووئيل مونږ د اوورسيز پاكستانيانو هېواد ته د بېرته راتلو پھ مهال د اميګرېشن په لړ كښې د پیښو ستونزو لرې كولو له هم خاص ګامونه پورته كوو۔ پاكستاني سفارتخانو ته بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو تحفظات پھ غوره ډول د لرې كولو هم ښكاره هدايت جاري كړی شوي دي۔ده ووئيل زمونږ حكومت به د اوورسيز پاكستانيانو د اثاثو او زمكو په خا ص توګه د قبضه مافيه څخه بشپړه ساتنه باوري كوي
متعلقہ مضامین
-
Sino-Pak workshop held to advance technology transfer
-
PTI loses to JUI in KP local govt elections
-
New Delhi on top of AQI list, Lahore on second
-
Sindh govt to provide bailout package to KMC employees: Murtaza
-
US consul general calls on Basharat
-
Alvi emphasizes contemporary education
-
NAB Lahore, Sukkur get new DGs
-
Judicial Commission to again follow up Justice Ayesha’s issue
-
Covid 19 has brought major shift in global politics: expert
-
President appoints two additional judges of IHC
-
Shehbaz running away from accountability, says Akbar
-
Nawaz Sharif ‘not returning home’