اسلام آباد 24مئي (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د انجونو پشمول پاكستاني ځوانان ډېر صلاحيت او د ژوند په هر اړخ كښې مخ په وړاندې تللو او د نړۍ د مقابلې ټول صلاحيتونه لري۔ده دا خبره نېشنل پوهنتون آف سائنس اينډ ټېكنالوجي(نسټ)زده كونكو يو ډلې سره د خبرو په مهال د زيارت په ورځ پھ خپل دفتر كښې وكړې۔دې زده كوونكو د انټرنېشل فارمولا سټوډنټ كمپيټېشن كښې ګډون لپاره يو ريسنګ موټر جوړ كړی كوم به چې سلور سټون كار ريسنګ ټرېك برطانيه كښې په راروانه جولائي كښې منعقد كېږي۔د انجونو ډلې وزيراعظم ته خپل جوړ كړی ريسنګ كار وښودلو۔وزيراعظم د زده كوونكو په خوارۍ او مينه خوشحاله شو او د ريسنګ كار په جوړولو كښې يې د دوي تكنيكي صلاحيتونه او مكينيكل هنرمندي وستائېله۔وزيراعظم ووئيل ستاسو غوندې زيرك ځوانان د هېواد وياړ او اثاثه ده څوك چې د ګران هېواد لپاره اعلٰی كاميابۍ او اعزازات ګټلې شي۔15 كسيزه ډلې”ټيم اوج”پھ پرله پسې هڅو او خوارۍ په انټرنېشنل فارمولا سټوډنټس كمپيټېشن كښې د رجسټرډ ګډون كوونكو په حېث دا مقام ترلاسه كړی
متعلقہ مضامین
-
Sehat Insaf Card: Every family in Punjab to get up to Rs 1 million every year : Fawad
-
PM leaves for Saudi Arabia today on three-day visit
-
PM orders rapid actions for relief from inflation
-
EBM acknowledged as ‘best place to work’ in Pakistan
-
PM performs Umrah; prays for peace in Pakistan
-
10% states responsible for 80% world emissions: PM
-
Pakistan desires to maintain long-term multi-domain ties with Canada: COAS
-
Pakistan outshine Kiwis, make nation proud
-
Fatima Fertilizer addresses climate change at Expo 2020 Dubai
-
Inter Provincial Ministerial Group vows to enhance women’s representation across party lines
-
TLP to be dealt with an iron hand
-
Military dignitaries witness Exercise ‘ACES Meet 2021-2’