لندن 18 اپریل(اے پی پی ) د كورنيو چارو وزير احسن اقبال د كامن ویلتھ هيډز آف ګورنمنټ مېټنګ 2018 په موقع د تشدد ٬ انتهاء خوښۍ مخنيوي پھ سرخط پینل مباحثه كښې خطاب وكړو۔ مباحثه كښې د برتانيې دولت مشتركه وزیر ومبلډن كے لارډ احمد، د نېشنل كاؤنټر ټیررازم سنټر هیډ، د نائیجیرین كوآرډینیټر كاؤنټر ټیررازم سنټر څخه ډاكټر مارټن كیمانی، ټرینی ډاد اینډ ټوباګو وزیراعظم دفتر كښې وزیر ریئر ایډمرل یامینو موسیٰ، پارلماني غړي سټورټ رچرډ، د دولت مشتركه عمومي سیكتر دفتر سی وی ای یونټ مشر مارك ایلبن او نور شامل وؤ ٬ دغسې ګډون كوونكو كښې په د بيلا بېلو فورمونو د كار كوونكو ځوانانو نمائندګان هم موجود وؤ۔ د پینل مباحثې په مهال د دولت مشتركه پی/سی وی ای پروګرام غړو هېوادونو كښې معارفي كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د پاكستان، نائیجیریا، كینیا او ټرینی ډاد اینډ ټوباګو كښې د تشدد ٬ انتهاء خوښۍ په ضد په ترلاسه شوو كامیابیو هم خبرې وشوي او د برتانيې د سی وی ای په اړه په اپروچ د سی وی ای پوهانو او او بیاناتو او پریزنټیشنز اعلان وشو۔ د كورنيو چارو وزیر احسن اقبال د انتهاء خوښۍ په ضد د پاكستان د اړخه د بشپړه مرستې پخلې كولو سره ووئيل په داسې وخت كښې چې ماحولیاتی بدلون ، ترهه ګري ، انتهاء خوښۍ او عدم مساوات غوندې نړيوالو چیلنجونو سره مخ يو ٬ نړيوال سیاست فریكچر كېږي،مونږ له په ګډه هڅو ته اړتيا ده نه چې په يو بل تورونه ولګوو۔ ده ووئيل تشدد ٬ انتهاء خوښۍ مخنيوي له كوټلې پالیسی ته اړتيا ده او په دې لړ كښې يو مقصد لرونكې اپروچ به خپلول وي۔ ده ووئيل تعصب، ناانصافی او د ناامیدۍ ښكار كيدو او د مسئلو او شخړو امناكه حل له په لارې نه ترلاسه كيدو وګړي د ترهه ګرۍ او انتهاء خوښۍ پلو راغب كېږي، احسن اقبال ووئېل ترهه ګرۍ او انتهاء خوښۍ ته تر هغه وخته ماتې نشي وركړې كېدې تر څو چې دا معلومه نه كړې شي چې دا ولي او څنګه خپرېږي ۔ د كورنيو چارو وزیر احسن اقبال ګډون كوونكې د ترهه ګړۍ او انتهاء خوښۍ مخنيوي له د شوو اقداماتو څخه خبر كړل ۔ ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ ښكار ؤ خو د حكومتې اقداماتو او هڅو په سبب پاكستان په دغې لعنت قابو موندلې، نن د پاكستانی قام د اړخه دلته په وياړ ولاړ يم ، د يو داسې قام نمائندګی كوم كوم چې د غیر متزلزل عزم او جرات څرګندونه كړې، ده ووئېل پاكستان په افغانستان كښې د سوویت یونین په ضد د جنګ نه پس يواځې پرېښودلې شوې، د لويديزو هېوادونو سوویت عسكرو ستنيدو نه پس د كاميابۍ هسك بيرغ هسك سره تللې او پاكستان د ګڼ شمير افغان كډوالو ، نشه ائې توكو او د وسلې د بوجھ لاندې راغلې، پاكستان په يواځې د دې ټولو چیلنجونو مقابله كړې او لوئې ويان ئې پورته كړے ۔ ده ووئيل مونږ ته د لويديزو هېوادونو د مرستې حاجت نشته بلكه مونږ دا غواړو چې دا مسئله وپېژنې۔ د كورنيو چارو وزیر د پاكستان حكومت د اړخه د تيرو څلور كلونو په مهال د ترهه ګر تنظیمونو په ضد پورته كړې اقدامات رامخې ته كړل۔ ده ګډون كوونكو ته ووئيل د نېشنل ایكشن پلان ترمخه حكومت د تشدد انتهاء خوښو عناصرو مخنيوي له عملی اقدامات كړې، د كالعدم تنظیمونو او عسكریت خوښو په ضد بندوبستی او قبائلی سيمو كښې عمليات كړې او د هغوي انفراسټركچر، تربیتي مركزونه او نیټ وركس ئې تباه كړې ۔ دې نه پس د پوښتنو او ځوابونو په مهال ګډون كونكو د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان هڅې او قربانۍ وستائلې او دا ئې لويه كامیابی وګرځوله
متعلقہ مضامین
-
FIA slaps Ali Tareen with notice
-
PTI to emerge victorious in next general elections: Farrukh Habib
-
Uzbek envoy calls on Interior Minister, reviews progress on visa agreements
-
Ehsaas utilized 100% of its budget in two consecutive years
-
AJK Elections: 701 candidates in run for 45 general seats
-
PM urges world to mobilise institutions against India’s rogue behaviour
-
Belt and Road Int’l Cultural Carnival held at Shaanxi
-
Governor Sarwar laid foundation stone of 106 Aab-i-Pak projects, assures more than 100 million people to get clean water by year end
-
Punjab Information Commission seeks record of appointments in PHEC
-
PM to attend virtual “CPC and World Political Political Parties Summit”
-
Senate sub-committee okays ‘Islamabad Food Safety Bill 2021’
-
COVID-19 national tally reports 74 infected patients in critical condition