كراچی 07 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئيلي دي بايد په 8 فروري د ټولټاكنو كېدو په اړه څوك شك ونه لري ، دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي، د الیكشن كمېشن به مالي ، انتظامي او امنيتي ضروریات پوره كولې شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د اطلعات نګران صوبائی وزیر احمد شاه سره پرېس كنفرنس په مهال كړې ده۔ مرتضیٰ سولنګی ووئيل مونږ هڅه كوو چې وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه د رابطې كوم كمے نه وي،په دې اړه د اطلاعات صوبائی وزيرانو سره په ګډه تګلاره جوړوو۔ ده ووئيل دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي، د الیكشن كمېشن مالي ، انتظامي او امنيتي ضروریات به پوره كولې شي،د پاكستان د آئین په تمهید كښې ليكلې شوي چې هېواد به منتخب نمائندګان چلوي۔ده ووئيل لوئي پالیسي پريكړې د منتخب پارلیمان كار دے،مونږ هڅه كوو چې كله راهسې حكومت ترلاسه شوے ،د هغې نه پس حالات خراب نه وي، ده ووئېل دا د ټاكلي حكومت او منتخب پارليمان كار دے٬مونږ ته چې په كوم حالت كښې هېواد ترلاسه شوے ؤ٬ د هغې څخه په بهتر حالت به راروان حكومت ته سپارلے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب نګران وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې د آزادو او سپيځلو ټاكنو په چمتوالي نيولو كښې بوښت يو٬په 8 فروري 2024 به ټول ټاكنې كېږي٬ دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي٬ ده ووئېل د آئين په تمهيد كښې ليكلې دي چې هېواد به ټاكلي نمائندګان جلوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر ووئيل نګران وزیراعظم انوار الحق كاكړ دوه مياشتي لنډه موده كښې د كراچۍ څو دورې كړي، نګران وزیراعظم تيرو ورځو كښې د كراچۍ دوره كړې،دلته د خپلې دورې په مهال هغه د سوداګرو سره ملاقات هم كړے ۔ ده ووئېل نن هم وزیراعظم د كراچۍ دوره كوي، د اسټاك ایكسچینج دستوره كښې به ګډون كوي۔ ده ووئيل نګران وزیراعظم د صوبو او بيلو ښارونو د تللو ښه ريكارډ لري،چرې به چا هم داسې فرینډلی وزیراعظم نه وي ليدلے ۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب مرتضیٰ سولنګی ووئيل د امنيت اندېښنې په هر الیكشن كښې وي،د كال 2008ء د ټاكنو كمپائن په مهال پخوانۍ وزیراعظمه محترمه بے نظیر بھټو شهيده شوې وه،كال 2013ء په ټاكنو كښې هم د امنيت چیلنج موجود ؤ۔ده ووئيل تر اوسه داسې كوم صورتحال نه دے رارمخې ته شوے چې كوم زمونږ امنيتي ادارې كنټرول نه كړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan-China Friendship Police Post inaugurated in Upper Kohistan
-
Pakistan to send humanitarian assistance to Ukraine soon
-
FIR sought against PM for ‘threatening’ Asif Zardari
-
AJK to establish model tourism spot along Neelum River
-
Lok Virsa Pavillion at Education Expo 2022 attracted huge crowd
-
Notorious drug peddler held with 5kg Hashish
-
FPSC calls CSS aspirants to register online till 18th March
-
Rs115m released for North Waziristan displaced persons
-
Farrukh appeals ECP to start hearing of PML-N, PPP foreign funding case at earliest
-
PTI all set to hold ‘historic political power show’ on 27th March: Faisal Javed
-
PTI govt striving to make Pakistan an Islamic welfare state: President Alvi
-
Opposition’s dream won’t come true, next 48 hours important: Usman Dar