اسلام آباد 07 فروری (اے پی پی) د قامي احتساب بېورو (نېب) چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه نېب هېډكوارټر كښې وشوه۔ غونډه كښې د نېب پراسېکوټر جنرل ، ډی جی آپرېشنز، ډی جی نېب(پنډۍ) او د نېب نورو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې دسپريم كورټ آف پاكستان د فېک اکاؤنټس کېس پرېكړې په رڼا كښې د نېب چيئرمېن د نېب ډي جي (پنډۍ)په مشرۍ كښې کمبائنډ انوسټی ګېشن ډله جوړه كړ ه او د دې خبرې پرېكړه وكړې شوه چې د نېب چیئرمېن به د کمبائنډانوسټی ګېشن ډلې نېغ په نېغه څارنه كوي۔ غونډه كښې د نېب فېک اکاؤنټس کېس اولني راپور او بېلو مقدمو كښې د پېش رفت جاج واخستلې شو۔ غونډه كښې بشپړه لائحه جوړه كړې شوه د كومې ترمخه چې بېلې ډلې جوړې كړې شوې۔ ځينې ډلې به نېب هېډكوارټرز او ځينې به كراچۍ كښې د كوټلو شواهدو په بنياد بيانونه ريكارډ كوي۔ غونډه كښې د سترې محكمې د پرېكړې په رڼا كښې بېنکنګ کورټ د 16 اے ترمخه مقدمه احتساب عدالت ته په منتقل كولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډه كښې د نېب چيئرمېن د سترې محكمې په پرېكړه د من وعن عمل كولو او او په دې لړ كښې د ټولو صلاحيتونو كارولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل نېب د قانون او كوټلو شواهدو په بنياد پلټنې په سپېځلتيا او مېرټ منطقي انجام ته په رسولو باور لري۔ ده ميډيا ته خواست وكړو چې هغوي د فېك اكاؤنټس كېس په اړه بې بنسټه خبرو څخه ډډه وكړي
متعلقہ مضامین
-
38,400 saplings to be planted in Gujranwala
-
Govt confident and firm on political front: PM
-
Indian troops continuously killing innocent people in IIOJK
-
Govt taking measures to tackle climate challenges: minister
-
Covid-19 claims two more lives, infects 280
-
PAF clinch Shah Khan Ski Cup trophy
-
675 Kashmiri women killed this year, 23,000 widowed since 1989: Mushaal
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
Sheikh Rasheed retracts ‘blackmail’ statement against PML-Q
-
Shabbir Shah condemns ongoing killing spree in IIOJK
-
Morality-based world order crucial to avert wars: President
-
India’s ‘accidental’ missile fire into Pakistan raises questions, concerns: Global Times