اسلام آباد ۔14 اکتوبر(اے پی پی) د ضمني ټاكنو په لړ كښې د قومي اسمبلۍ په 11 او د صوبائي اسمبليو په 24 چوكو پولنګ روان دے۔ د قومي اسمبلۍ 11 چوكو له 122 كانديدان مېدان كښې دي۔ د قومي اسمبلۍ په 11 حلقو كښې اېن اے 131 لاهور، اېن اے 124 لاهور II، اېن اے 103 فېصل آباد III، اېن اے 35 بنو، اېن اے 243 کراچی، اېن اے 69 ګجرات، اېن اے 65 چکوال، اېن اے 63 پېنډۍ، اېن اے 60 پېنډۍ، اېن اے 56 اټک او اېن اے 53 اسلام آباد حلقه كښې د پولنګ عمل په سولييز ډول روان دے۔ د صوبائي اسمبلۍ په 24 چوكو په مجموعي توګه د 370 كانديدانو ترمينځھ مقابله ده۔ د پنجاب صوبائي اسمبلۍ په كومو چوكو چې ټاكنې كېږي په دغو كښې په مجموعي توګه د 218 كانديدانو ترمينځھ مقابله روانه ده۔ دغسې سندھ ٬ خېبر پختونخوا او د بلوچستان اسمبلۍ په چوكو ترتيب وار د 57، 59 او 36 كانديدانو ترمينځھ مقابله ده۔ د الېكشن كمېشن وېنا ده چې ضمني ټاكنو له رجسټرډ آئي ووټرز ته 7364 پاس د دوئي د اي مېل د لارې جاری كړې شوي دي۔ رجسټرډ آئي – ووټرز به ضمني ټاكنو كښې خپل ووټ كارولې شي۔ د پولنګ عمل سحر8 بجې پېل شوې كوم به چې د پاكستان د معياري وخت لمخې تر ماښام 5 بجو دوام لري۔ رجسټرډ آئی۔ ووټرز هم د پاكستان د معياري وخت لمخې سحر 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو د ووټ خپل حق كاروي۔
متعلقہ مضامین
-
د وزیراعظم عمران خان د سعودی عربستان دورې سره به د دواړه هېوادونو اړيكې لا قوي شي، راجه پرویز اشرف
-
د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري سره د چين سفير چاٶ چنګ وليدل
-
د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د پارليمنټري رپورټر اېسوسي اېشن (پي آر اے)ايګزېكټو بارډي سره وليدل
-
د سېنېټ چيئرمېن په مشرۍ كښې 4 كسيزه پلاوې د آذر بائيجان په دوره روان شو
-
د خبرو اترو لپاره زما د دعوت په ځواب كښې د هند رويه د افسوس وړ ده۔وزیراعظم عمران خان
-
وزیراعظم عمران خان سره د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور او وزیر اعلیٰ عثمان بزدار وليدل
-
ضمني ټاكنې به د ووټرانو د بدل شوي فرست له مخې كولې شي ۔ د ټاكنو كمېسون
-
امنيتي ځواكونو په لويه كچه وسله او چاٶدېدونكې توكي قبضه كښې اخستې
-
د پاکستان او مصر خارجه وزيرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال ملاقات
-
د اضاخېل دارالعلوم حقانيه مهتمم سيد نثار الله باچا په مشرۍ كښې پلاوي د پروېز خټك سره وليدل
-
وزیراعظم عمران خان سره د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ملاقات
-
ډي آئي خان پوليس دوه غېر قانوني افغان وګړي ونيول