اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي ديد تعليم په خاص توګه د اعلٰی تعليم وده د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري٬كومه هم ټولنه د تعليم د ودې نه بغېر پرمختګ نشي كولې۔ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ته ماتې وركول او د روزګار موقعې راپېدا كولو لپاره ځوانان تعليم پلو راغب كول ضرري دي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ګوجر خان پوهنتون قيام په لړ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې دستوره كښې ګډون كوونكو ته د وېنا كولو په مهال كړې۔په دستوره كښې د لوړو زده كړو كميشن چيئرمېن ډاكټر مختار احمد٬د پنجاب يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر نياز احمد اختر٬د لوړو زده كړو كميسون اعلٰی چارواكو٬د ګوجر خان سره تعلق لرونكو مشرانو او د سيمې معززينو ګډون كولو۔ده په ګوجر خان كښې د پنجاب پوهنتون ذيلي كيمپس جوړولو په اړه ووئيل په ګوجر خان كښې د پنجاب پوهنتون ذيلي كيمپس جوړول د سيمې د اولس پخوانۍ غوښتنه ده او نن زه د دې په اعلان كولو خوشحالي محسوسوم چې د ګوجر خان اولس غوښتنهپوره كېږي۔ده د پوهنتون قيام په لړ كښې د سيمې د اولس مرسته او د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن ډاكټر مختار احمد او د پنجاب پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر نياز احمد اختر هڅې ستائېلو سره ووئېل په روانه مياشت كښې په ګوجر خان كښې د پنجاب پوهنتون د كيمپس اجرا به كېږي
متعلقہ مضامین
-
61k people get free treatment through Sehat Plus Card
-
Two die as bus hits truck in Karachi
-
MoIB sets up committee to probe ads disbursement during PML-N era
-
Experts aim to launch platform for adaptation tracking
-
Family system to strengthen women empowerment: minister
-
Haleem slams PML-N for conspirating against institutions
-
Holy Prophet (PBUH) dearer to us than our lives: Ashrafi
-
Yousaf Raza Gillani grieved
-
IHC seeks report on steps taken for protection of journalists
-
IHC urged to form probe commission
-
Govt to construct 2,392 housing units at Sangjani
-
Pakistan Mountain Festival on Dec 11