اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د پاكستان د آزادۍ 76مي ورځ په موقع قام له مباركي وركولو سره وئيلي چې د قائداعظم پشمول عظیم لارښودو په دې قیمتی ډالۍ به عمر له د هغوي احسان مند يو،د پاكستان تصور عظیم ؤ ،د آزادۍ جذبه پاكستانیانو ته پېښو په چیلنجونو قابو موندلو او د يو داسې قام جوړولو لپاره د كار كولو ترغیب وركوي كوم چې په انصاف، مساوات او ټولو لپاره د سوكالۍ په اصولو اډانه دې،د آزادۍ په ورځ مونږ د خپلو كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو سیاسی،سفارتی او اخلاقی حمایت د عزم يو ځل بيا پخلې كوو۔وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیرِ اعظم شهباز شریف د آزادۍ ورځ په موقع په خپل يو پیغام كښې وئيلي چې نن قام د پاكستان 76مي آزادۍ سالګره لمانځي۔په دې موقع زه سمندر پوري پاكستانيانو پشمول ټول قام له د زړه څخه مباركي وركوم،دا ورځ زمونږ په زړونو كښې خاص مقام لري ځكه چې په دې ورځ د آزادۍ تاریخی هلو ځلو په نتيجه كښې ریاستِ پاكستان جوړ شوې دې۔ په نن ورځ مونږ هغه ميرمنو او ناروينه او ماشومانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو كوم چې د قائد اعظم په متحرك قیادت كښې راجمع شوي چې يو داسې هېواد ترلاسه كولو لپاره هلي ځلي پيل كړي كوم ته چې هغوي خپل كور وئيلي شي۔وزیر اعظم ووئيل د دې عمل په مهال د هغه وګړو د پاكستان ترلاسه كولو عزم او لګن عالیشان مثال جوړ كړې ؤ۔زه د قائد اعظم او د هغه لارښودو ته په دې موقع پيرزوئنې وړاندې كوم د چا نه غيرچې د پاكستان خواب ته عملی شكل وركول ممكن نه ؤ۔ د پاكستان دې قیمتی ډالۍ لپاره مونږ د هغه عظیم لارښودو به عمر له احسان مند يو۔وزیر اعظم ووئيل د جلا هېواد لپاره هلي ځلي د يو داسې خيال عكاس دې د كوم زيلي چې په خود اعتمادۍ او يو ښه سباؤن اډانه دي۔دا خيال د يو داسې هېواد لپاره ؤ چرته چې زمونږ وګړي خپل صلاحیتونه ولټوي او خپل ښه روایات، اخلاقیات، كلتور او اقدار له مخې امن او سوكالۍ ژوند تير كړي۔د پاكستان تصور عظیم ؤ ، دا يو داسې خواهش ؤ، د كوم تشكیل چې كانګریس د اړخه حمایت یافته اكثریتی اصول ترمخه د ژوند تيرولو ويري څخه شوې ؤ۔وزیر اعظم ووئيل قائداعظم د دې تشریح مخالفت كړې د كوم مقصد چې د مسلمانانو شناخت زورول وو او هغوي لويديز جمهوریت په آړ كښې د اقلیت په توګه ساتل ؤ۔ قائد اعظم دا ثابت كړې چې مسلمان په هر لحاظ سره يو جلا قام دې او د هغه د جلا هېواد غوښتنه په تاریخی توګه جائز وه۔وزیر اعظم وئويل په دې لړ كښې دوه اسباق د ذكر وړ دي۔وړومبې دا چې د آزادۍ هلي ځلي تر ټولو اهم اړخ كښې يو اتحاد ؤ كوم چې د سيمي كلتورونو ، ژبو او په نسلونو اډانه ؤ۔ 14 اګست نه يواځي د سیاسی آزادۍ جشن دې بلكه دا د يو عظیم قام په چیلنجنو قابو موندلو لپاره د يو موتې كيدو صلاحیت ثبوت دې۔ د پاكستان بيرغ ، د كوم شين رنګ چې د مسلم اكثریت نمائندګی كوي او سپين رنګ د مذهبی اقلیتونو نمائندګی كوي ، تنوع كښې د اتحاد اصول مجسم كوي كوم چې د هېواد شناخت جوړوي۔وزیر اعظم ووئيل دويم سبق دا دې چې كه كوم تن د يو مقصد لپاره د ایماندارۍ او د عقیدت كارفرما وي نو هغه لپاره كوم هم خنډ ناقابل تسخیر نه وي۔خود اعتمادی د قامونو تخیل په ډاګه كوي او دې دا مزل د منزل پلو مخ په وړندې ځي۔76مي آزادۍ سالګري په موقع مونږ له دغي جذبے ته اړټيا ده كوم چې د تحریك آزادۍ پهچان ؤ او مونږ له اتحاد او خود اعتمادۍ اسباق كارولو سره مخ په وړاندې تللو ته اړتيا ده۔وزیر اعظم ووئيل د آزادۍ په ورځ موڼږ مقبوضه جمو او كشمیر وګړو سره ولاړ يو كوم چې د د هند ظالمانه قبضے په ضد د آزادۍ خپلو هلو ځلو لپاره پرله پسې هڅي كوي۔شهباز شریف ووئيل پاكستان د مقبوضه جمو او كشمیر اولس سیاسی، اخلاقی او سفارتی مرستي كولو له لوظي دې،څلور كاله پوځي محاصرے او معلومات بلیك آؤټ باوجود مقبوضه كشمیر وګړو د هند جابرانه قبضے په ضد غیر معمولی جذبے او مزاحمت څرګندونه ګړي۔وزیر اعظم وئويل مونږ د نړيوالي ورورولۍ او د بشري حقونو تنظیمونو څخه غوښتنه كوو چې مقبوضه جمو او كشمیر كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو نوټس واخلي۔مونږ د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د دې شخړي امناكه حل خواهش لرو۔وزیر اعظم ووئيل 14 اګست يواځي يو تاریخ نه بلكه دې څخه زيات دې۔ دا د پاكستانی قام د عزم ، حوصلے او آزادۍ لپاره د غیر متزلزل عزم علامت دې۔ وزیر اعظم ووئيل د آزادۍ جذبه پاكستانیانو ته پېښو په چیلنجونو قابو موندلو او د يو داسې قام جوړولو لپاره د كار كولو ترغیب وركوي كوم چې په انصاف، مساوات او ټولو لپاره د سوكالۍ په اصولو اډانه دې،د آزادۍ په ورځ مونږ د خپلو كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو سیاسی،سفارتی او اخلاقی حمایت د عزم يو ځل بيا پخلې كوو۔
متعلقہ مضامین
-
Farrukh deplores PML-N leaders’ duplicity over govt’s economic policies
-
President seeks media, ulema’s role on family planning
-
PPP wants ISI to probe Aseefa ‘drone attack’
-
Woman commits suicide
-
PM urges expats to invest in CBD, RUDA projects
-
Nation should observe “Youm-e-Tashakur” for UN’s designation of March 15: Murad Saeed
-
Court adjourns Ramzan Sugar Mills case hearing till April 2
-
PTI issues show-cause notices to 13 disgruntled lawmakers
-
CM allocates Rs. 8b for Ramazan package
-
SED to get tax free-status under Gwadar Master Plan
-
OIC FMs to discuss Palestine and Kashmir issues at moot
-
Delegations of Lebanon, Sweden arrive to attend OIC moot