پېښور ۔23 فروری (اے پی پی)د داخله چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي كه پلوامه پېښه كښې پاكستان ككړ دې نو ثبوت دې راكړې شي۔ هند دې د تورونو په ځائې دليلونو او ثبوت سره خبره وكړي۔ په پلټنيو كښې مو هند ته د مرستې پېشكش كړې دې۔ جنګونو سره تباهي او امن سره خوشحالي راځي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده پیښور پوهنتون كښې د مېرمنو جناح كالج كښې د كلنې انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال ده په زده كوؤنكو زور راوړو چې دوئي دې خپل صلاحيتونه د پاكستان سوكالۍ او پرمختګ له وكاروي دغسې چې پاكستان د نړۍ نورو قومونو په صف كښې مهم مقام ترلاسه كړي۔ ده ووئيل هند كښې د كروړونو په شمېر وګړي په فټ پات ژوند كوي ولې هندي جنګي جنون نه ختمېږي۔ مقبوضه كشمير كښې زور ظلم او زياتې كېږي۔ ده ووئيل پاكستان امن غواړي او په امن باور لري۔ بياهم كه په مونږ جنګ مسلط كړې شو نو بشپړه ځواب به ئې كوو۔ ده ووئيل جنګ سره به په لويه كچه د ځانونو زيان وشي۔ هند بايد دې ته په جدي توګه سوچ وكړي۔ ده وئيل د هېواد اكانومي مخ په زياتېدو ده ٬ سيلګرۍ ته وده ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل حكمران او اولس دواړو له به ځواب وركول وي۔
متعلقہ مضامین
-
IHC declares PECA ordinance null and void
-
For country’s stability fresh election is the only option, says Sheikh Rasheed
-
Arsalan Mehsud murder case: ATC withdraws anti-terrorism clause
-
Pakistan, Kazakhstan resolve for enhanced trade, defence ties
-
Sindh CM felicitates newly elected PM Shahbaz Sharif
-
Punjab police chief takes notice of Sialkot ‘explosion’
-
PM discusses economic situation with experts
-
Performance of anti-women harassment cell reviewed
-
Five cops martyred in rocket attack on police vans
-
PTI members file no-trust motion against AJK PM
-
Zameen.com acquires sales & marketing rights for Roomi Icon
-
Police committed to resolving public grievances: Younas