بیجنګ 13 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلې دي سي پېك د بېلټ اېنډ روډ منصوبې يو مركزي برخه ده چې ورسره به د منطقې اولس ته ګټه ورسي٬ د نړۍ د مسئلو هواري لپاره به شريكو اړيكو ته د ودې وركولو په اړه نوې لارې لټول وي٬ ټولو هېوادونو له يو بل سره اشتراك او مرسته زياتول پكار دي٬ د شريكو اختلافاتو خاتمې لپاره به د خبرو اترو لارې پرانستې ساتل پكار وي٬ تمبې بندولو سره به نورې مسئلې راپېدا شي۔ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير بېجنګ كښې د چين نړيوال راډيو اردو سروس سره خپلو خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل نړۍ ته د پېښو اوسنيو اقتصادي مسئلو حل لپاره د اولس مشر شي جن پنګ خطاب د اهميت وړ او مثبت وژن ګرځولې شوے۔ د چين اولس مشر نړۍ كښې په اشتراكيت او په پراختيا زور رواړلو سره ووئيل د نړۍ مسئلې د ورونو په بندولو نه پل جوړولو سره حل كېدې شي ۔ ده ووئيل ټولو هېوادونو له يو بل سره اشتراكيت او مرسته كول دي او كه دروازې بندې كړې شوې نو مسئلې به لا زياتې شي۔ احسن اقبال ووئيل پاکستان د چين د اولس مشر د درېځ په بشپړه توګه ملاتړ كوي ځكه چې بېلټ اېنډ روډ انېشېټيو د سلو هېوادونو د شموليت د اوسني دور لويه منصوبه ده ٬ سي پېك د دغې مركزي برخه ده۔ احسن اقبال ووئيل سي پېك بېلټ اېنډ روډ انېشيټو يوه مركزي پروژه ده چې له مخې ئې د 29 اربه ډالرو سرمايه كارۍ ته دا مهال رښتينې شكل وركړې شوې ۔ ده ووئيل پاكستان كښې د توان لوے لوے منصوبې جوړېږي چې پكښې د تجديد جوګه توان او د سكرو څخه د توان منصوبې هم شاملې دي ۔ ده ووئيل ټولو هېوادونو له يو بل سره اشتراكيت او مرسته كول دي او كه دروازې بندې كړې شوې نو مسئلې به لا زياتې شي۔ احسن اقبال ووئيل پاکستان د چين د اولس مشر د درېځ ملاتړ كوي ځكه چې بېلټ اېنډ روډ انېشېټيو د سلو هېوادونو د شموليت لويه منصوبه ده۔ ده ووئيل سي پېك بېلټ اېنډ روډ انېشيټو يوه مركزي پروژه ده چې له مخې ئې د 29 اربه ډالرو سرمايه كارۍ ته دا مهال رښتينې شكل وركړې شوې۔ وفاقې وزير ووئيل پاكستان كښې د توان لوے لوے منصوبې جوړېږي چې پكښې د تجديد جوګه توان او د سكرو څخه د توان منصوبې هم شاملې دي ۔ د پاكستان په اقتصادي بحالۍ كښې د سي پېك د كردار ستائنه كولو سره احسن اقبال ووئيل د سي پېك له كبله پاكستان كښې د اسټيل ٬ سمنټ ٬ ودانيو٬ انجينئرنګ سروس٬ د توان او د لاجسټکس پشمول نورو څانګو كښې بهتري راغلې او سي پېك څخه د روزګار په لكهونو موقعې پېدا شوې ۔(
متعلقہ مضامین
-
PDM meets today to plan long march to Islamabad
-
Deputy director SBCA granted interim bail in Korangi factory fire case
-
NAB told to prosecute officer for misconduct in Sharjeel reference
-
Punjab moves SC against LHC’s order to release TLP’s Rizvi
-
Bank Alfalah, TCS sign MoU for laptop financing
-
Al Kabir CEO Summit enthrals business community
-
Proton Pakistan invites president to plant inauguration ceremony
-
Opp won’t let PM become a ‘political martyr’
-
Dengue cases in Karachi surge to 303
-
Over 2.95m women in IIOJK anemic, underweight: study
-
European MPs assure Sarwar of support on GSP Plus extension
-
Alvi stresses global paradigm shift to save mankind from hunger