اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي بايد د نېب افسران ډېر ايماندار او غېر جانبدار وي٬ د بدعنوانۍ نه پاكه انتظاميه او درستې پريكړې د نېب وقار جوړېدې شي۔ده دا خبرې د نېب چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال سره په خبرو كښې وكړی كوم چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې د نېب چيئرمېن په دې موقع اولس مشر ته د خپلې ادارې د كاركردګۍ راپور هم وړاندې كړو كوم چې اولس مشر وستائېلو۔اولس مشر ووئيل د بدعنوانۍ د خاتمې بنياد هر يو سره يو ډول سلوك او د امتياز نه پاكه كاروائي ده چې دغسې په قامي ادارو د اولس اعتماد بحال شي۔ده ووئيل د بدعنوانۍ خاتمه پھ دې صورت ممكنه ده چې د انصاف ټولې تقاضې پوره كړی شي۔ده نېب ته هدايت وكړو چې بايد د نېب په اړه د عدالتي او اولسي حلقو اندېښنې لرې كړې شي۔ده ووئيل بايد دا حقيقت تل په نظر كښې وساتلې شي چې د بدعنوانۍ په مخ نيوي مامورې ادارې او د ذمه وارو د طرز عمل په نتيجه كښې په هېواد كښې په روان پرمختيائي عمل كوم آغېز ونه شي۔ده ووئيل د بدعنوانۍ خاتمه او احتساب د قامي ايجنډې حېثيت لري۔ده هيله څرګنده كړه چې په نېب كښې به د بدعنوانۍ ٬د اختياراتو د ناجائزه او بې ځايه استعمال څخه ډډه وكړې شي۔اولس مشر ووئيل په نړيواله كچه د كرپشن په اړه د اشاريو په اعتبار سره د پاكستان په درجه بندۍ كښې بهتري راغلې چې پكښې د نېب كردار هم دے۔په دې موقع د نېب چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال اولس مشر له باور وركړو چې نېب به د بدعنوانۍ په ضد د امتياز نه غېر كاروائۍ روانې وساتي۔
متعلقہ مضامین
-
ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د ايئر ډيفنس كمانډ هېډكوارټر وړومبۍ دوره
-
د وزیراعظم د خزانې لپاره سلاحكار مفتاح اسماعیل په مشرۍ كښې مانیټری اینډ فسکل پالیسی کوآرډینېشن بورډ غونډه
-
خېبرپښتونخوا او د وفاق د سيورې لاندې قبائلی سيمو كښې به نن څخه درې ورځنې د پوليو مخنيوي كمپائن پيل شي
-
اېن ایچ اے به د پاك چین اقتصادی راهدارۍ متبادل روټ په توګه 216 کلومیټره ګلګت شندو سړك جوړوي
-
حكومت د افرادي قوت پشمول بېلو څانګو كښې ښه والي لپاره ګامونه پورته كوي
-
حكومت د كوټليو پرمختيائي اهدافو تر سره كولو لپاره ګامونه بورته كړي ٬پرمختيائي كارونو كښې بلدياتي ادارې په زړه پورې كردار لري
-
ستره محكمه دې آئين ماتوونكې پروېز مشرف عدالت ته راوستلو لپاره په خپله نوټس واخلي
-
د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې پاكستان كښې د ناوړه غذائيت مخ نيوي په حقله د اعلٰی پاې غونډه
-
د پاكستان او ترك دانشورانو يو ځاې ناستې سره مينځنۍ آسيا او د اېس سي او هېوادونو ترمينځه د يو نوي جوړښت امكانات پېدا شوي
-
د پاكستان ډويلپمنټ اتهارټې په المان كښې په نړيوال تجارتي نندارتون انټر موټ كښې كډون كولو لپاره د اپرېل تر 28مه نېټه كال 2018م خواستونه طُلب كړل
-
په ماډل ټاؤن كښې د سترې محكمې جج جسټس اعجاز الاحسن په كور ډزې
-
د ټاكنو كميسون د انتخابي لسټونو د جائزې وروستې نېټه د اپرېل 24مه نېټه ټاكلې