اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم نامتو خبريال سهېل وړائچ سره د حلقې د بېلا بېلو يونين كونسلو دوره وكړه٬ د وزيراعظم سلاكار صحت كارډونه تقسيم كړل او په موقع ئې د اولس د ستونزو حل كولو احكامات جاري كړل۔ د تفصيلاتو له مخې د وزيراعظم سلاكار ملك امين اسلم په اټك كښې د خپلې حلقې اېن اے 55 اولس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې صحت كارډونه غريب اولس لپاره د عمران خان تحفه ده۔ د دې نه وړاندې به هم حكومتونه جوړېدل خو چا د غريبانو خيال نه دې ساتلې۔ ده ووئيل چې د تېر وخت واكمنو كرپشن ته پام كړے و خو د وزيراعظم عمران خان زياتې پروژې اولس او د عام وګړي خېر ښېګړې لپاره دي۔ ده په دې موقع سهېل وړائچ سره يو ځائ مستحق كسانو ته صحت كارډونه وركړل۔ د دې څخه وړاندې خپلې حلقې ته په راتګ د ملك امين اسلم او د سهېل وړائچ تود هركلې وكړے شو۔
متعلقہ مضامین
-
World must ensure urgent actions on post COVID-19 recovery: Sherry
-
Pakistan & Turkey ‘one nation, living in two countries’ says PM
-
SAFMA concerned over economic meltdown, political crisis in country
-
India devises another nefarious plan of mass genocide in IIOJK: Wani
-
IHC dispose of plea against Hanif Abbasi
-
Efforts on to start two-way Pakistan-China flights
-
Citizens asked to take preventive measures to avoid heat-illness
-
GDP growth for FY23 set at 5%, PSDP outlay at Rs 800bn
-
44 professional beggars arrested during crackdown
-
PM grieved over life loss in Bangladesh fire
-
Budget 2022-2023: Govt to raise salaries, pensions of employees
-
‘Universities follow HEC guidelines for uniform semester system’