اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د موسمياتې بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي كلين اېنډ ګرېن پاكستان پروګرام كښې د سركاري او نجي څانګې ګډون د ډاډ وړ دے ٬ د موسمياتي بدلون او پي ټي سي اېل ترمېنځه تفاهم د مهم قامي مقصد پلو مهم پېشرفت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوهمې وزيرې د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت او پاكستان ټېكي كميونيكېشن لېمټډ(پي ټي سي اېل) ترمېنِځه د تفاهم يادښت لاسليك كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل كلين اېنډ ګرېن پاكستان د وزيراعظم وژن دے او ھغوي هېواد ګرين ٬ پاك او ماحول دوسته ليدل غواړي چې مقصد ئې د ځنګلونو وهلو لاره نيولو او د زياتې اونو بوټو نالولو سره د ځنګلونو زياتولو لپاره اقدامات كوٶ۔ دې ووئيل په دې قامې او انساني مقصد كښې مونږ له د نجي څانګې مرسته ډېره مهمه ده۔ دې ووئيل د پي ټي سي اېل 3 زره رضاكار د اولسي خدمت په بېلا بېلو كارونو كښې بوخت دي كوم چې به كلين اېنډ ګرېن پاكستان پروګرام له مرستياله وګرځي۔ زرتاج ګل ل د پي اټي سي اېل لخوا په آغا شاهي اېونيو ٬ چاند تاره چوك او لاهور كښې د شجركارۍ د تجويز ستائنه كولو سره ووئيل د پي ټي سي اېل د سماجي ذمه وارۍ پروګرام مهم دے مونږ دا غواړو چې دا پروګرام شجركارۍ لپاره بېلول پكار دې۔ دې ووئيل د ماحول تحفظ لپاره د ميډيا كردار هم مهم دے چا چې د حكومت كلين ګرين پروګرام په مثبت ډول رامخې ته كړې۔ په دې موقع د پي ټي سي اېل چيف اېګزېكټو او د موسمياتي بدلون وزارت دوهم سېكتر هم وېنا وكړه
متعلقہ مضامین
-
Sindh IGP transferred amid uptick in terror incidents
-
Pollution killed 9 million globally in 2019: study
-
NAB chairman appreciates excellent performance of NAB Karachi
-
Pakistan can overcome trade deficit through ensuring conducive business environment; Shazia Marri
-
Zhao Shiren assumes charge as China’s new Consul General
-
Over 8.329m people vaccinated in Faisalabad
-
‘Cultural diversity key to development’
-
President urges PM to reconsider advice over Punjab Governor’s appointment
-
Digital platforms amplified at Technology for Justice Forum
-
72,422 children to get polio vaccine, vitamin A drops in Mirpur
-
PM resolves to take ties between ‘Iron Brothers’ to new heights
-
SBP expected to increase interest rate today