اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د هر هېواد پرمختګ لپاره بهترين انفراسټركچر كليدي حېثيت لري٬ نېشنل هائي وے اتھارټي ګرد هېواد كښې د سړكونو د جوړولو او نګرانۍ په ل كښې په زړه پورې كردار لوبوي٬ د هېواد په داسې برخو كښې روډ انفراسټرکچر په ترجيحي بنيادونو جوړولو ته اړتيا ده چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري امكان لري۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د بېلا بېلو وزارتونو مهمو چارو په اړه غونډه وشوه۔ وزيراعظم ته په دې موقع د اېن اېچ اے په جاري پرمختيائي منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه د كوئټه سكهر هائي وے په پنجرا پل او د كوئټه ژوب سترې لارې په سوار پل د روان كار پېشرفت څخه په تفصيلي توګه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول چې پنجرا پل كوم چې تېر كال په سېلاب كښې ړنګ شوې ٶ د ھغې د بيا رغونې كار به راتلونكې مياشت كښې پېل شي٬ تېر كال د سېلاب نه پس په پل تېرېدونكې ټرافيك لپاره كاز وے جوړه شوه وه چې ورسره په ټرافېك كښې رامخې ته شوې خلل لرې كړې شوې٬ 15 ميټره لوړ او نزدې 12 ميټره پلن پل جوړولو لپاره د 9 مياشتو اندازه لګولې شوه ده٬ وزيراعظم په دې موقع پل جوړولو لپاره په موده كښې د كمي كولو امر وكړو۔غونډې ته ووئيل شول چې پنجرا پل جوړولو سره سره به 118 كلوميټر اوږد کوئټه-دھادر روډ او 188 کلوميټر اوږد دھادر جيکب آباد روډ بيا جوړولې بحال كولې هم شي كومو سره چې به نه يوازې د وخت او اېندهن بچت وشي بلكې د ټرافېك رش به هم كم شي۔ غونډه په “سوار پل” د بيا رغونې روان كار په اړه هم خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول چې د 282 ميټر اوږد بل د مرمت كار حتمي پړاٶ كښې دې او په دې مهال د متبادل لارې د نشتوالي په سبب ټرافېك هم نه دې بند كړې شوې۔ غونډې ته ووئيل شول چې د دې پل د بيا رغونې په كار به هم ډېر زر كار پېل شي او دې لپاره د 6 مياشتو مودې اندازه لګولې شوې ده۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته په روانو منصوبې په ترجيحي بنيادونو د كار كولو او په مجوزه منصوبو د بريفنګ تيارولو سره د وړاندې كولو امر وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل چې د هر هېواد پرمختګ لپاره بهترين انفراسټركچر كليدي حېثيت لري٬ نېشنل هائي وے اتھارټي ګرد هېواد كښې د سړكونو د جوړولو او نګرانۍ په لړ كښې په زړه پورې كردار لوبوي٬ د هېواد په داسې برخو كښې روډ انفراسټرکچر په ترجيحي بنيادونو جوړولو ته اړتيا ده چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري امكان لري۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې په روډ انفراسټرکچر خاص كار كولو ته اړتيا ده٬ ده امر وكړو چې د كراچۍ نه تر چمن د سترې لارې بيا رغونې كار دې پېل كړې شي، د كار رفتار تندولو لپاره دې ضروري چارې وكارولې شي٬ بلوچستان سره د نورو صوبو رابطه سړكونه دې بهتر كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د حكومت كار د اولس په ژوند كښې آسانۍ پېدا كول دي۔
متعلقہ مضامین
-
د علامھ اقبال اوپن پوهنتون پخوانې وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر جاوېد اقبال له اوږدې ناروغۍ وروستو په حق ورسېد
-
حکومت به د خبريالاتو تحفظ لپاره قامي اسمبلۍ كښې بل وړاندې كوي
-
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي افغان مفاهمتي عمل لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد سره خبرې
-
د ساهيوال په پېښه د كوم پوائنټ سكورنګ كولو ضرورت نشته
-
قامي اسمبلۍ كښې بېلا بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د ساهيوال د پېښې په سختو ټكو غندنه وكړه
-
د دفاعي پېداوار وفاقي وزير زبيده جلال سره د چين سفير وليدل
-
سفارتکار دې په نړيواله كچه د تجارتی اقتصادی موقعو څخه نړۍ خبرولو له هڅې وكړي
-
يوه ټولنه هم د اولس د خېرښګړې نظام نه غېر پرمختګ نشي كولې
-
قامی اسمبلۍ د اسلام آباد هائیكورټ (بدلون) بل 2019ء منظور كړو
-
پاکستان كښې موجود ټیلنټ لپاره ځوانانو له اسانيو وركولو ته اړتيا ده، د وزیراعظم عمران خان د جاوید آفریدی سره خبرې
-
شاہ محمود قرېشي سره د خېبر پښتونخوا سينئر وزير عاطف خان وليدل
-
دهوا بازۍ او نجكارۍ وفاقي وزير محمد مياں سومرو د سوئيلي آسيا 8 هېوادونو د شهري هوابازۍ كوآپرېټو پروګرام سټیرئنګ کمیټۍ غونډې ته خطاب