اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د حوېلیا فضائی پېښې عبوري راپور ترلاسه شوې۔ د پي آئي اے د اثاثو ماليت 78 اربه 30 کروړه روپۍ دې۔ بهر هېوادونو كښې ټولې اثاثې ګټورې دي۔ د جمعې په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د بېګم شاهده اخترعلي د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل د مسافرو د سامان په وخت منتقل كېدل باوري كولو له بشپړه هڅې شوي دي۔ په يو ساعت كښې د سامان كليئرنس كېږي۔ په كومو هوائي مېدانونو چې دې كښې تاخير كېږي هغوي څخه سپيناوې غوښتلې او كارروائي كولې شي۔ دا سسټم سټريم لائن كوو۔ په دې اړه به ګيلې لرې كولې شي۔ د عبدالاکبر چترالی د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د حوېلیا پېښې عبوري راپور ترلاسه شوې دې ٬ د روان سېشن په مهال دې ايوان ته د وړاندې كولو اجازه راكړې شي۔ د محمد اسلم خان د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پي آئي اے ملكي او نړيوالو اثاثو ټول ماليت 78 اربه 30 کروړه روپۍ دې۔ بهر هېوادونو كښې ټولې 7 اثاثې دي۔ د نیویارک روز وېلټ هوټل تر ټولو مهمه اثاثه ده۔ دغسې هالېنډ كښې درې ٬ دهلي كښې يوه ٬ ممبۍ كښې يوه ٬ پېرس كښې يوه او 29 د هېواد دننه دي۔ بهر هېوادونو كښې ټولې اثاثې ګټورې دي
متعلقہ مضامین
-
Foreign secretary is pleased to ‘appoint’ NAB DG’s daughter
-
11 new ministers inducted in Punjab cabinet
-
LSE students win LUMS Dramafest 16
-
PSO has ample fuel reserves to meet needs
-
Govt vows to improve health facilities
-
Abdul Basit resonates message of peace for Kashmir
-
Gen Raheel sets series of new precedents
-
Pakistan to set up worlds largest solar park: Zahid
-
TEVTA starts courses for transgender
-
OMT construction work crosses 56% mark
-
Imran should accept his defeat in Panamagate
-
Imran bluntly comments on Trumps telephonic conversation with Nawaz